د کابل طبي علومو پوهنتون«ابو علي ابن سینا» د دعوت او ارشاد آمریت د دغه پوهنتون د رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په حضور غونډه ترسره کړه.
د کابل طبي علومو پوهنتون«ابو علي ابن سینا» د دعوت او ارشاد آمریت د دغه پوهنتون د رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په حضور غونډه ترسره کړه. دغه غونډه د امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷ شمېرې فرمان چې په ټولنه کې د ناسمو رواجونو مخنیوي په موخه توشیح شوی و، د پوهنتون استادانو لپاره جوړه شوې وه.
د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په ټولنه کې د ناسمو رواجونو د مخنیوي لپاره د دغه فرمان د ارزښت څرګندولو تر څنګ د ټولنې د اصلاح او اسلامي ارزښتونو د بنسټیز کولو لپاره د استادانو په ونډې ټینګار وکړ او په تحصیلي چاپېریال او ټولنه کې یې د یاد فرمان په تطبیق کولو کې د استادانو له لوري د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې هم د امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷ شمېرې فرمان په اړه د دعوت او ارشاد آمریت، د پوهنتون استادانو او اسلامي ثقافت ډيپارټمنټ له لوري تشرېح او بیان شوی و.
