علمی څیړنو آمریت

کورعلمی څيړنهد علمي څېړنو د مرکز آمریت

د کابل طبی علومو پوهنتون د علمی څیړنو مرکز

د کابل طبی علومو پوهنتون د څیړنو مرکز څه د پاسه شل کاله مخکی د وخت د کابل د طب انسټیټوت په چوکاټ کی را مینځ ته شوی دی چی وروسته له یوه ځنډ څخه اوس یی بیا په کار پیل کړی دی:

د عملی څیړنو ( تحقیقاتو) د مرکز دندی په لاندی ډول دی:

  1.  ( د څیړنیزو مقالو) په شمول د طبی څیړنو د کاری پلانونو مطالعه او ارزونه  له حقوقی، اخلاقی او مسلکی پلوه او د موجوده طبی څیړنو د لارښود په اساس، همداراز د لا نورو اجرااتو په منظور د هغه وړاندی کول د څیړنیز مرکز د ارزونی سره د علمی څیړنو کمیسیون او د اړونده پوهنځیو علمی شوارګانو ته
  1. د استادانو د  څیړنیزو کاری پلانونو د جوړولو پر مهال هغوی ته د تخنیکی او تحقیقی طبی مشورو ورکول
  2. د انټرنټ له لاری د معتبرو مسلکی او اکاډمیکو سایټونو د ګټه اخیستلو په منظور له استادانو سره د اړونده منابعو په لټولو کی مرسته کول
  3.  د نظر اخیستلو په منظور یوه یا دوو اړونده استادانو ته د څیړنیزو اصلی کارونو او مقالو د رپوټونو استول
  4.  د څیړنیزو مقالو په شمول د طبی څیړنو د رپوټونو مطالعه او ارزونه  له حقوقی، اخلاقی او مسلکی پلوه او د موجوده طبی څیړنو د لارښود په اساس، همداراز د لا نورو اجرااتو په منظور د هغه وړاندی کول د څیړنیز مرکز د ارزونی سره د علمی څیړنو کمیسیون او د اړونده پوهنځیو علمی شوارګانو ته
  5. په ملی کچه د حادو روغتیایی مسائلو په اړوند د علمی او څیړنیزو کنفرانسونو دایرول
  6. په نړیواله کچه د خپرو شوو طبی مقالو لوستل او د اړتیا په صورت کی اړونده ډیپارټمنټونو او استادانو ته د هغه استول

7.  د طبی څیړنیزو مسائلو په اړوند د عامی روغتیا وزارت او د علومو اکاډمی سره د اړیکو تامینول

8.   د څیړنیزو او نشراتی غونډو دایرول چی غړی یی هر کال د پوهنتون د علمی شورای د ټاکنی په اساس تعینیږی او عادی غونډی یی په میاشت کی یو ځل تر سره کیږی.

د څیړنو لارښوونې او فورمونه

لارښودونه او فارمونه

  1. د تحقیق د پروتوکول جوړولو لارښود 
  2. د تحقیق د راپور جوړولو لارښود ​
  3. د تحقیق د پروتوکول جوړولو فارم 
  4. چک لیست ارزیابی پیشنهاد تحقیق
  5. چک لیست ارزیابی تهیه راپورکار یا مقاله تحقیقی
  6. ضمیمه 1. د مآخذونو لارښود ​
  7. ضمیمه 2. Participant Flow Diagram

څیړنیز آثار