د کابل طبي علومو پوهنتون«ابو علي ابن سینا»  د دعوت او ارشاد آمریت د دغه پوهنتون د رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په حضور غونډه ترسره کړه.

IT_Director
Sun, Oct 26 2025 9:30 AM
د کابل طبي علومو پوهنتون«ابو علي ابن سینا»  د دعوت او ارشاد آمریت د دغه پوهنتون د رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په حضور غونډه ترسره کړه.

د کابل طبي علومو پوهنتون«ابو علي ابن سینا»  د دعوت او ارشاد آمریت د دغه پوهنتون د رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په حضور غونډه ترسره کړه. دغه غونډه د امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷ شمېرې فرمان چې په ټولنه کې د ناسمو رواجونو مخنیوي په موخه توشیح شوی و، د پوهنتون استادانو لپاره جوړه شوې وه.

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په ټولنه کې د ناسمو رواجونو د مخنیوي لپاره د دغه فرمان د ارزښت څرګندولو تر څنګ د ټولنې د اصلاح او اسلامي ارزښتونو د بنسټیز کولو لپاره د استادانو په ونډې ټینګار وکړ او په تحصیلي چاپېریال او ټولنه کې یې د یاد فرمان په تطبیق کولو کې د استادانو له لوري د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې هم د امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷ شمېرې فرمان په اړه د دعوت او ارشاد آمریت، د پوهنتون استادانو او اسلامي ثقافت ډيپارټمنټ له لوري تشرېح  او بیان شوی و.

Latest news

BACK TO NEWS