PastShow all
د ۱۴۰۴ کال د ټریني متخصصانو کلنۍ ارتقايي آزموینه واخیستل شوه
د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي آبن سینا» اړوند تدریسي روغتونونو د ۱۴۰۴ کال ټریني متخصصانو کلنۍ آزموینه چې د داخلې او جراحي په پرنسیپونو کې اخیستل کېږي نن شنبه د روان کال سلواغې. . .
د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» استادانو او څېړونکو د علمي ظرفیت لوړونې په موخه د پروپوزل لیکنې، څېړنو لارو چارو، او څېړنیز راپور لیکلو روزنیز ورکشاپ پیل شو.
په دغه ورکشاپ کې به چې د اته ورځو لپاره دوام لري د علمي څېړنو لارو چارو او څيړنیز راپور لیکنې معیاري لارو چارو اړوند مهمو او اساسي موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې شي.
د یادولو وړ ده چې. . .
د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سينا» اړوند د عليآباد تدريسي روغتون نرسانو د علمي او مسلکي ظرفيت لوړولو په موخه شپږ ورځنی روزنيز سمينار، د دغه روغتون د رهبرۍ او پوهنتون استادانو په حضور سره په رسمي ډول پيل شو.
ياد سمينار د نرسانو روزنيزو اړتياوو په پام کې نيولو سره تنظيم شوی او د روغتيا اړوند اړین او عملي موضوعات لکه د عفونت کنټرول (IP)، د زړه او سږو بيا راژوندي کول (ACLS)، د درملو او خوړو. . .
په یوه نادره طبي پېښه کې د کابل طبي علومو پوهنتون د زړه، سینې او رګونو ناروغیو انسټېټیوټ د زړه، سینې او رګونو جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو د زړه تومور (atrial myxoma) لرې کولو بریالی جراحي عملیات ترسره کړ.
د زړه جراحي متخصص پوهنیار ډاکټر احمد فواد وردګ په وینا ناروغ ۵۵ کاله عمر لري چې د تنفسي ستونزو، کمزورتیا او له څه میاشتو راهیسې پښو د پړسوب له امله دغه انسټېټیوت ته مراجعه کړې وه له. . .
د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» استادانو او کارمندانو ته درې ورځنی دیني - علمي سیمینار په بریالی ډول پای ته ورسېد.
د دغه سیمینار درېیمې ورځې په پیل کې د آجنډا اړوند شیخ الحدیث ظهور الله صاحب د مسؤلیت احساس، امانت دارۍ، د خیانت غندنې، د استاد مقام او د محصلینو او نظام بر وړاندې د هغه مسؤلیتونو په اړه. . .
د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» استادانو او کارمندانو لپاره درې ورځنی دیني او علمي سیمینار د لوړو زده کړو قدرمن وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، پوهنتون رهبري هیئت، دیني علماء کرامو، استادانو او کارمندانو په حضور پیل شو.
د سیمینار په لومړۍ ورځ د لوړو زده کړو قدرمن وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په خپله وینا کې دغه ډول ناستې د اسلام ستر پیغمبر (ص) میراث و باله او ویې ویل چې د دنیا او آخرت. . .
د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» استادانو او کارمندانو لپاره د درې ورځني دیني - علمي سیمینار دویمه ورځ د دغه پوهنتون رهبري هیئت، د هېواد جیدو علمای کرامو، استادانو او کارمندانو په حضور پیل شوه.
د دغه سیمینار دویمې ورځې په پیل کې د آجنډا اړوند د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په اسلام کې د ښځو مقام، حقونو او واجباتو، د حجاب ارزښت او د بې حجابۍ. . .
د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند میوند تدریسي روغتون د پلاستیک جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو د یو ۳۲ کلن ناروغ د کيڼ لاس پرې شوې عصبي ريښې بیا ځل تړلو او ترمیم جراحي بریالی عملیات ترسره کړ.
د دغه ډيپارټمنټ غړی ډاکټر فهیم فهام وايي ناروغ د لاس له څنګل څخه تر ګوتو پورې د حس نشتون له امله روغتون ته مراجعه کړې وه چې د ناروغۍ مخینې له کتنې، فزیکي او تشخیصیه معایناتو وروسته یې. . .
کابل طبې علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د تحصيلي او علمي کچې لوړولو په موخه د ۱۷ نویو کادري بستونو آزموينه واخیسته. دغه آزموينه د کابل طبي علومو پوهنتون بېلابېلو ډیپارټمنټونو لپاره د وړ او متخصصو استادانو د جذبولو په موخه ترسره شوه.
په دغه آزموينه کې د کابل طبي علومو پوهنتون په مختلفو تخصصي برخو کې ۴۰ تنه نوماندانو ګډون درلود.
دغه اقدام د کابل طبي علومو پوهنتون په تدريسي او څېړنیزه برخه کې د غوره استعدادونو د. . .
