د کامیونتی کالج برنامی

د طبي تجهیزاتو د ترمیم او کمیونیټي کالج برخې آمریت

دا آمریت په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د کابل طبي علومو پوهنتون په اډانه کې رامنځته شو، د کابل طبي علومو پوهنتون، کابل پل‌تخنیک پوهنتون سره د هوکړې او بشري ځواک د ملاتړ او ودې پروګرام (HEDP)، د (USWDP) مؤسسه د امریکا د نړیوالې انکشافي ادارې(USAID) او اسپوکن کالج د مالي مرستې په همکارۍ فعالیت کوي.

د دې کالج رامنځته کولو اساسي موخه د هیواد صحي مرکزونو د طبي او الکترونیکي وسایلو د ترمیم او رغوولو زده‌کړې وې. د دې برخې نظري او عملي درسي کریکولم د تدوین په برخه کې د کابل طبي علومو پوهنتون، د کابل پل‌تخنیک پوهنتون او د امریکا د اسپوکن کالج ادارو ټولو په ګډه هلې ځلې کړي دي.

د یاد برخې لومړنۍ دورې فارغین (۳۵) تنه و، چې (۵) ته یې اناث طبقه وه. په دې کالج کې د زده‌کړو دوره دوه نیم کلنه وي، چې د شمولیت امتحان یې هم د کابل طبي علومو پوهنتون او د کابل پل تخنیک پوهنتون  له لوري د امتحاناتو د ملي ادارې په همکارۍ سره هر کال یو ځل اخیستل کېږي. تر شمولیت او دې دورې تر خلاصولو وروسته یو محصل د (Association Degree) سند ترلاسه کوي.

دا آمریت دوه درسي ټولګي لري، چې د طبي تجهیزاتو د ترمیم لابراتوار او الکترونيکي او تخنیکي لابراتوار دی. دغه راز یاد آمریت  جلساتي او اداري خونې هم لري.

دا آمریت اوسمهال (۱۰) تنه استادان او (۳) تنه اداري کارمندان لري. اوسمهال په دې کالج کې (۷۰) تنه محصلین په زده‌کړو بوخت دي.

د کمیونیټي کالج فیس، مهالوېش او موده

د پروگرام موده

            دوه نیم کاله                                       

سمسترونه

پینځه

د سمستر موده

۱۶ اونۍ

د کریدیت د ساعتونو مجموعه

۷۴ ساعته کریدیت

 

وخت

 

ورځې

شنبې تر چهار شنبې

 


 د مازدیګر له ۴:۳۰ تر ۷:۳۰

ساعتونه

تدریس فیس

۱۰،۰۰۰ افغانۍ یو سمستر

د پروگرام مجموعي فیس

۵۰،۰۰۰ افغانۍ

 

د کمیونیټي کالج او طبي تجهیزاتو د ترمیم برخې د آمریت پروګرام نصاب

د کمپیوټري پروګرامونو اساسات

لومړی سمستر

الکترونیکي جامد

دویم سمستر

د برق مستقیم جریان

خطي وسایل / الکترونیکي وسایل

د برق متناوب جریان

د خطي وسایلو او الکترونیکي جامد حالت لابراتوارونه

د مستقیم او متناوب برق د جریان لابراتوارونه

تخنیکي ریاضیات

تخنیکي ریاضیات

کمپیوټر

کمپیوټر

انگلیسي ژبه

انگلیسي ژبه

اسلامي ثقافت

دیجیتالي الکترونیک

درېیم سمستر

د اناتومي او فزیولوژي اساسات

څلورم سمستر

د دیجیتالي الکترونیک لابراتوارونه

د طبي وسایلو د ستونزو پیدا کول او له منځه وړل

تخنیکي یادښتونه

په صحي خدماتو کې رضایت

د تخنیکي راپورونو ارایه کول

مایکرو پروسیجر

د کمپیوټر سیستم عامل شبکه

طبي وسایل ۱

شبکه

د اړیکو مهارتونه

انگلیسي ژبه

انگلیسي ژبه

اسلامي ثقافت

اسلامي ثقافت

کاري زده‌کړې (عملي کار)

پینځم سمستر  

 

د دې آمریت بست درېیمه رتبه کدري بست دی، چې د کابل طبي علومو پوهنتون د ميدیکل فزیک دیپارتمنت استاده آغلې پوهنمله پښتنه بنایي یې په رأس کې ده. آغلې بنایي د ماسټرۍ تر کچې زده‌کړې کړي دي.