All News

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۱:۱۷
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون نویو ګمارل شویو کارمندانو لپاره «د مدیریت اساسات او اسنادو مدیریت» تر عنوان لاندې د ظرفیت لوړونې شپږ ورځنی ورکشاپ د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم لخوا د تصدیق پاڼو په ورکولو سره بریالی پای ته ورسېد.

د مالي او اداري چارو مرستیال د نویو ګمارل شویو کارمندانو لپاره د دغه ورکشاپ د ګټور بللو تر څنګ ټینګار وکړ چې په راتلوونکي کې د کارمندانو د لا ودې او پرمختګ لپاره داسې نور ورکشاپونه هم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۹:۳۳
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون ته د نژدې ۵ زره ډالرو په ارزښت ۸ کمپیوټرونه او د ۳۷ زره افغانیو په ارزښت يو لوی سامسونګ سکرین ورکړل شو.

د علي آباد تدریسي روغتون د مسؤلینو په وینا، دا کمپیوټرونه به د دغه روغتون په کمپیوټر لب کې ځای پر ځای  شي څو روغتیايي کارکوونکي وکولی شي په آنلاین ډول د الټراساؤنډ درسونه زده کړي.

د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۵:۷
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون چې له ۵ میلیونه څخه زیاتو افغانیو په ارزښت یې ۲۲۳ قلمه درمل پېرلي وو، د ستوماتولوژي، نسایي ولادي او صدري او قلبی وعایي ناروغیو انسټېټيوټ ته وسپارل.

دغه درمل د ناروغانو د درملنې او غوره روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په موخه تهیه او یادو روغتونونو ته تسلیم شول.

د یادولو وړ ده  چې د تېرو کلونو په پرتله د دغه روغتونونو روغتیایي خدماتو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۰:۲۳
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند سترګو تدریسي روغتون کې د غوره روغتیایي خدماتو وړاندې کېدو په موخه د ۳.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د سترګو توموګرافي (Optical Coherence Tomography) یو پایه ماشین مرسته  وشوه. 

له دغه ماشین څخه د سترګو داخلي شبکیې، بیروني شبکیې، د سترګو روغتیا سنجش، د سترګو بدلونونو اندازه کولو او سترګو شبکیې د ډېرو ناروغیو د تشخیص او څارنې لپاره ګټه اخیستل کېږي.

 د سترګو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۳:۲۶
Background image

د ظرفیت لوړونې او غوره خدماتو وړاندې کولو په موخه د نویو ګمارل شویو اداري کارمندانو لپاره شپږ ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو.

د دغه سیمینار په پرانیسته کې د کابل طبي علومو پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم  دغه ډول سیمینارونه د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې لپاره مهم وبلل او له نویو ګمارل. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۹:۱۲
Background image

.

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند سترګو تدریسي روغتون د آمارو پر بنسټ په تېره یوه میاشت کې ۲ زره زیاتو ناروغانو مراجعه کړې وه چې له ډلې یې د ۱۵۱ تنو ناروغانو عملیاتونه تر سره شوي دي.

دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۹:۱۲
Background image

د روان کال په اوږدو کې، د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي کادر غړو لخوا شاوخوا ۵۰ علمي کنفرانسونه وړاندې شوي دي.

په دې موده کې، د کابل طبي علومو پوهنتون یو شمېر استادانو د خپلو علمي رتبو د لوړولو لپاره دا کنفرانسونه جوړ کړي او خپلې مقالې یې د لوړ پوړو استادانو او مسؤول پلاوي په حضور کې وړاندې کړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۴:۲۲
Background image

.

د اسلامي امارت له راتګ وروسته د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون نږدې ۴۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي.

Pagination