ښوونځي

۱. طب پوهنځی

د طب پوهنځي ریاست دویمه رتبه کدري بست دی، چې په ۱۳۱۱ لمریز کال کې د یو پوهنځي په توګه کابل پوهنتون په اډانه کې رامنځته شوی دی. دې پوهنځي له هغه وخته تر اوسه (۷۹) دورې محصلین فارغ کړي دي. د طب پوهنځي په برخه کې د تحصیل دوره د یو نوي کریکولم په اساس شپږ نیم کاله ده او یو محصل په بریالیتوب سره د دې دورې پای ته رسولو وروسته د (MD) په سویه فارغېږي.

د طب پوهنځي لیدلوری

د افغانستان او سیمې په کچه د ټولنیزو اړتیاوو مطابق په وړیا توګه د معیاري او ګټور تدریس خدمات وړاندې کول. 

رسالت

د کلینکي مهارت، عامې روغتیا پوهې، څېړنې او تدریس له پلوه د مسلکي فارغینو روزل.

موخې

  • د تکړه محصلینو جذبول، چې د طبي علومو د زده‌کړې وړتیا ولري.
  • په ځانګړي ډول د هیواد سیمې او نړۍ د اړتیاوو په اساس د معیاري درسي کریکولم چمتو کول.
  • د استادانو استخدامول او د تدریس او تحصیلي مشورو په برخه کې د معیاري کیفیت او ظرفیت کارول.
  • د مناسبو امکاناتو او شرایطو آماده کول، چې د طب پوهنځي په برخه کې د معیاري زده‌کړو ځواب ویونکې وي.
  • د کلینیک او رواني مشورو تسهیلات.
  • د سیمې او نړۍ په کچه د پوهنځي د کیفیت د تضمین او اعتبار دهۍ په برخه کې هڅې کول.

د معالجوي طب پوهنځي فارغین باید لاندنۍ وړتیاوې ولري:

  • د طبي علومو او فنون په برخه کې له نویو پرمختګونو سره د مطابقت وړتیا.
  • د ټولنیزو اړتیاوو مطابق د هغو د طبي زده‌کړو تازه او نوي کول.
  • له ناروغانو سره د ګټورې اړیکې جوړول او د هغوی اخلاقي او انساني درملنې او ساتنې په برخه کې ژمنتیا.
  • محصلینو، همکارانو او د ټولنې خلکو ته د طبي پوهې او ارزښتونو لېږدول.
  • له هم مسلکانو یا مسئولانو سره د ټولنې او د طبي برخې د مغلقو او سختو مسایلو شریکولو په برخه کې د همکارۍ د منظمو طریقو کارول.

پوهنمل دوکتور صنیع الله زلمی پوهنځي د رییس په توګه وټاکل شو.

Email Address : medicine@kums.edu.af

۲. د ستوماتولوژۍ پوهنځی

د ستوماتولوژۍ پوهنځی دویمه رتبه کدري بست دی، چې په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د کابل طبي علومو پوهنتون په اډانه کې رامنځته شوی دی.  په دې پوهنځي کې د زده‌کړو دوره شپږ کاله وي، چې (درې کاله پاراکلینیک برخه، دوه کاله کلینیک او یو کال ستاژ) وي. یو محصل په بریالیتوب سره د دې شپږ کلنې دورې په خلاصولو سره د (MDM) په سویه فارغېږي. دې پوهنځي تر دې دمه (۲۹) دورې فارغین ټولنې ته وړاندې کړي دي.

د ستوماتولوژۍ پوهنځي لیدلوری

د ستوماتولوژۍ پوهنځي تر ټولو عمده او اساسي لیدلوری د یو بشپړ علمي، مسلکي او استندرد درسي پروګرام په اساس د نړیوالو معیارونو مطابق د یو مخکښ پوهنځي په توګه د یاد پوهنځي مطرح کیدل دي. چې په افغانستان کې د یادې برخې زده‌کوونکو ته د ستوماتولوژۍ برخې طبي زده‌کړې ورکوي.

دندې او مسئولیتونه

د دې پوهنځي اساسي دنده د ګټور تدریس له لارې د ستوماتولوژۍ یا د غاښونو برخې مسلکي علومو او مهارتونو ته لاسرسی او د ستوماتولوژۍ په برخه کې د استندردو طبي خدماتو څېړل او عرضه کول دي. د یاد پوهنځي ځینې نورې دندې او مسئولیتونه دا دي:

  • د کلینیکي، څېړنیزو او تخصصي زده‌کړو د مهارتونو وده.
  • د ستوماتولوژۍ برخې ناروغانو ته د استندردو طبي خدماتو برابرول.
  • د (Oral Health Science) په برخه کې د زده‌کړو وده.
  • د خوندور ښوونیز چاپېریال مساعدول او ګټور تدریس.
  • له پوهنتونه بهر ټولو علمي مرکزونو سره همکاري او د اطلاعاتو راکړه ورکړه.
  • د ملي او نړیوالو معیارونو په رعایتولو سره د ستوماتولوژۍ برخې ناروغانو لپاره د استندردو طبي کمي او کیفي خدماتو وده او پرمختګ.  

موخې

  • د (DMD) په کچه د محصلینو روزل.
  • د علمي کدر غړو د ظرفیت لوړاوی.
  • د علمي څېړنو ترسره کول او د کنفرانسونو او ورکشاپونو دایرول.
  • د تدریسي طریقو معیاري کول. 
  • د ستوماتولوژۍ برخې د صحي خدماتو عرضه کولو په برخه کې د ټولنې د اړتیا او پتالوژیک حالت په اساس د ستوماتولوژۍ پوهنځي د کریکولم تجدید او دوامدره وده.
  • د محصلینو او ستاژرانو لپاره د لکچرونو او علمي کارونو تنظیمول.
  • د لابراتوارونو او دیپارتمنتونو تجهیزول.
  • د ستوماتولوژۍ کدري روغتون ته د ستوماتولوژۍ د کدري کلینیک ارتقا کول. (د ستوماتولوژۍ د کدري روغتون بیارغوونه).
  • د هیواد په کچه او په نړیواله سطحه له نورو ملي پوهنځیو سره د ستوماتولوژۍ د پوهنځي تړل.
  • د مستقلې بودجې لرل.  

اوسمهال پوهنمل انعام الحق منیب د ستوماتولوژي د رییس په توګه ټاکل شوې ده.

Email Address : stomatology@kums.edu.af

۳. د عامې روغتیا پوهنځی

د عامې روغتیا پوهنځی تر دې دمخه د ماشومو طب پوهنځي په نامه یادېده. دا پوهنځی په ۱۳۸۹ لمریز کال کې د کابل د طبي علومو پوهنتون په اډانه کې رامنځته شو. په دې پوهنځي کې د زده‌کړو دوره څلور کلنه (یو کال پاراکلینیک، دوه کاله کلینیک او یو کال ستاژ برخه) وي، چې محصلین په بریالیتوب سره د یاد پوهنځي په ختمولو سره په ((BSPH) Bachelor Of Science In Public Health) سویه  فارغېږي. دې پوهنځي تر دې دمه پینځه دورې محصلین فارغ کړي دي.

موخې 

په افغانستان او انساني ټولنه کې روغ او صحتمند انسانان

رسالت

د عامې روغتیا پوهنځی هڅه کوي، څو خپل ټول امکانات او سرچینې لاندې موخو ته د رسېدو په پار وکاروي:

  • د روغتیا په برخه کې د ماهرو او کارپوه کدرونه روزول.
  • د علمي تصمیم ګیریو او ګټور پالیسو د ودې په موخه د شواهدو د فراهم کولو لپاره د بېلابېلو څېړنو ترسره کول.
  • د ټولنې روغتیایي وده. 

ارزښتونه

  • با کیفیته لوړې زده‌کړې: د عامې روغتیا پوهنځی دېته ژمن دی، چې د ټولنې د اوسنیو اړتیاوو او د نړیوالو معیارونو مطابق د باکیفیته لوړو زده‌کړو زمینه برابره کړي.
  • مرسته او همکاري: په ټولیز کار او پرېکړو باورمندي، د نورو د نظریو اورېدل او د پرېکړې نیولو په برخه کې له هغوی سره یي شریکول، د اړوندو شواهدو برابرولو لپاره د څېړنو ترسره کول او په هیواد کې د تصمیم نیوونې او پالیسي جوړوونې برخې چمتو کول.
  • اخلاق او کرامت: د اخلاقو رعایتول او په هغو ولاړ اوسېدل او دغه راز د خلکو د کرامت او عزت ساتل، چې هم د تدریس په برخه او هم د څېړنو د ترسره کولو په برخه کې د دې بنسټ د کار اساسي اصولو له برخې وي.
  • برابري: په کاري برخه کې د انصاف او برابرۍ په موضوع بشپړ باور او دغه راز د هر ډول توپیرونو لکه قومیت، ژبې مذهب او داسې نورو توپیرونو پام کې نیولو پرته د زده‌کړو او ښوونیزو تسهیلاتو رامنځته کول.
  • سالمه اداره / مؤثریت او کارآيي: د سالمې ادارې رامنځته کول او دغه راز د یوې سالمې او ګټورې ادارې د رامنځته کولو د ترویج په موخه د سمو پلانونو او پروګرامونو تدوینول. همدارنګه په واقع بینانه، مسلکي او بشپړې امانتدارۍ سره د معیاري خدماتو د تأمینولو په برخه کې هلې ځلې کول.
  • نوښت او ابتکار: د شاګرد محورۍ په طریقه د استعدادونو د روزلو په برخه کې هڅه کول، چې په دې توګه د ټول ځوان نسل په منځ کې د نوښت او ابتکار روحیه څرګنده شي.
  • حساب ورکول: حساب ورکول یو منل شوی اصل دی، چې د عامې روغتیا پوهنځی په خپلو ټولو کاري برخو کې اړوندو مراجعو ته حساب ورکوونکی دی او داسې هڅه کوي، چې په ښوونیز بهیر کې هم حساب ورکول شامل او عام ترویج کړي.

Email Address : publichealth@kums.edu.af

۴. د صحي علومو متمم پوهنځی

د صحي علومو متمم پوهنځی په ۱۳۹۱ میلادي کال کې د کابل طبي علومو پوهنتون په اډانه کې رامنځته شوی دی. په دې پوهنځي کې د زده‌کړو دوره څلور کلنه ده (یو کال پاراکلینیک، دوه کاله کلینیک او یو کال ستاژ دوره)، چې محصلین په بریالیتوب سره د دې دورې تر ختمولو وروسته د لیسانس په کچه (لوړ طبي تکنالوژیست) په سویه فارغېږي. دې پوهنځي تر دې دمه درې دورې محصلین فارغ کړي دي.

لیدلوری

د صحي علومو د متمم پوهنځي لیدلوری دا دی، چې په ټولو نننیو مډرنو امکاناتو مجهز مناسبه اندازه علمي، تربیوي او فزیکي سرچینې ولري او طبي تکنالوژۍ او انستزي په برخه کې د ماسترۍ او دکتورا په کچه تجربه لرونکي، پوه او ماهر مسلکي کدرونه ولري، چې د اوسنۍ ټولنې ټولو ارزښتونو او اړتیاوو ته ژمن اوسي. څو د نوي نسل په فعالولو، تعلیمي او تربیتي ودې او دغه راز د هغوی د استعدادونو په وده کې مرسته وکړي، چې زموږ راتلونکي فارغین مو د ټولنې د اوسنیو غوښتنو ځواب ویونکي وي.

موخې

      • د ټولنې د اړتیاوو او د ملي او نړیوالو معیارونو مطابق د ځوان نسل روزل.
      • د تکنالوژۍ او انستیزي برخې ښوونیز پروګرام سربېره پر دې چې ښوونیزه فلسفه تأمینوي،  د پوهنتون له لوري ټاکل شوی کریکولم محصل سره د طبي تکنالوژۍ او انستزي برخې په اختصاصي موضوعاتو کې زده‌کړې ورکول کېږي او په پای کې محصل هغه وړتیاوې تر لاسه کولای شي، چې د عملي کار لپاره وي. کله چې محصل فارغېږي نو په ټولنه کې د تکنالوژستانو او انستیزستانو کمښت جبرانېږي او کولای شي د خلکو او د ټولنې د وګړو د روغتیا سمېدو په برخه کې همکارانه فعالیتونه لرلای شي.
      • د ټولو خلکو لپاره د مساوي امکاناتو او خدماتو د برابرولو په موخه لوړې زده‌کړې.
      • دا خلک باید پوه شي، چې په صحي سیستم کې د درملنې او وقایې په موخه څه ډول فعالیت کوي.
      • د ټولنیزې روغتیا په برخه کې د انساني سرچینو د ارجاع په موخه، هر تکنیشن باید له ټولنو سره د مرستې په برخه کې یو متخصص شخص وي.
      • هر تکنیشن باید له ډاکترانو سره د قطعي تشخیص او د درملنې د اصولو په برخه کې مرسته وکړي.
      • بالاخره د ناروغانو د ګټورې او بې تېروتنې درملنې لپاره اړینه ده، چې فوق العاده او متخصص تکنیشنونه ولرو.

رسالت

د علمي معیارونو او متوازنې زده‌کړې مطابق د صحي علومو د متمم پوهنځي برخې محصلینو ته د اختصاصي پوهو لېږدول، چې د محصلینو د علمي او مسلکي ودې لاملېږي. چې زموږ راتلونکی نسل د مناسبو وړتیاوو او ځانګړنو خاوندان شي او د مسئولیت پذیرۍ، وطندوستۍ او صداقت د حس په تقویه کولو سره یې د بشري ټولنو له وروستیو اکتشافاتو او لاسته راوړنو سره یو قوي او بې تبعیضه نوی خدمتکار نسل تربیه شي.

ارزښتونه

  • اکادمیکه آزادي.
  • په کار کې د تقوا، صداقت او شفافیت رعایتولو سره ژمنتیا
  • په تیم کې په موقع د کار ترسره کولو ژمنتیا.
  • بېلابېلو نظریو او د نورو خلکو نظریو ته احترام کول.
  • په مشترکه دنده او رهبرۍ کې حاکمیت.
  • د هر ډول ژبني، قومي، نژادي، مذهبي، فکري او حتا جنسي تبعیضونو ردول.
  • د مسئولیت پذیرۍ احساس. 

همدارنګه د صحي علومو متمم پوهنځی د ځوان نسل د تربیې په برخه کې په لاندنیو معنوي ارزښتونو باور لري:

  • مسلکي او با کفایته
  • شایسته او پوه
  • وطندوست
  • صادق او ژمن
  • د ښځې او نر د حقوقو پېژندل
  • چاپېریال ساتنه
  • د همکارۍ احساس
  • له امکاناتو سمه ګټه اخیستل
  • د تدریس په ارزښت باوري اوسېدل
  • محبت او حسن نیت
  • غوره شخصیت او چلن
  • نظم او دسپلین
  • پر ځان باور
  • مبتکر او ځیرک
  • وقت پېژندونکی

فارغوونکي دیپارتمنتونه

شمېره

دیپارتمنت

۱

د طبي تکنالوژۍ دیپارتمنت

۲

د انستیزي دیپارتمنت

۱. د طبي تکنالوژۍ دیپارتمنت څلور کلنه زده‌کړیزه دوره ده، چې محصلین په بریالیتوب سره د دې دورې تېرولو وروسته د لیسانس په سویه فارغېږي او طبي لابراتروارونو په کلینیکي او پارا کلینیکي برخو کې په کار ګومارل کېږي.

۲. د انستیزي دیپارتمنت هم څلور کاله وخت نیسي او یو محصل د دې څلور کلنې دورې تر خلاصولو وروسته د لیسانس په کچه فارغېږي او په صحي بنسټونو کې د انستیزي لوګ په توګه دنده ترسره کوي.

د صحي علومو متمم پوهنځي رییس پوهنیار محمد بلال عمري د رییس په توګه ټاکل شوی دی.

Abstract of Afghanistan Knowledge, attitude and preventive practice
Blockchain Technology
Study of unstimulated salivary flow rate

Email Address : alliedhealth@kums.edu.af 

۵. د نرسنګ او قابلګۍ پوهنځی

د نرسنګ او قابلګۍ پوهنځی په ۱۳۸۵ لمریز کال کې د کابل طبي علومو پوهنتون په اډانه کې تأسیس شوی دی. په دې پوهنځي کې د زده‌کړو دوره څلور کلنه (یو کال پاراکلینیک او درې کاله کلینیک برخه) ده، چې محصلین په بریالیتوب سره د دې برخې پای ته رسولو وروسته د لیسانس په کچه فارغېږي. دې پوهنځي تر دې دمه (۹) دورې محصلین فارغ کړي دي. 

رسالت

  • د علمي کدر د غړو د کاري ودې او اغېزمنیا په موخه په ښوونیزه، څېړنیزه او کلینیکي برخه کې د علمي کدر د غړو د وړتیاوو لوړول.
  • د نرسنګ او قابلګۍ په برخو کې د ملي استراتیژیو ارایه کولو لپاره د ښوونیزو او څېړنیزو چارو په برخه کې د پوهنځي د ونډې لوړول. 
  • له کورنیو او بهرنیو څېړنیزو مرکزونو سره د اړیکو پراختیا.
  • د فارغینو د علمي کیفیت د لوړاوي په موخه د ښوونیزو او څېړنیزو خدماتو تقویه کول.
  • د پوهنځي د تکمیلي زده‌کړو وده او پراختیا.
  • د علمي اطلاع رسوونې وده او پراختیا او له کورنیو او بهرنیو څېړنیزو مرکزونو سره اړیکې.
  • د نرسنګ او قابلګي په برخو کې د څېړنو د ودې او پوهې د تولید په موخه د نرسنګ او قابلګي پوهنځي د څېړنیز مرکز رامنځته کول.
  • د ښوونیزو او څېړنیزو فعالیتونو لپاره د پوهنځي د فزیکي ماحول پراختیا.
  • د پوهنځي په کچه په ښوونیزو، څېړنیزو او کلینکي برخو کې د نظارت او کنترول د سیستم تقویه کول. 

موخې

د کابل ابوعلي ابن سینا طبي علومو پوهنتون کې د نرسنګ زده‌کړو پروګرام په اکادمیکه کچه فارغین آماده کوي. دا ښوونیز پروګرام فارغانو ته دا وړتیا وربښي، چې اجرا کوونکي د نرسنګ په مهارت وي، هغوی د نرسنګ د زده‌کړو لپاره آماده شي، لا ډېر کیفیت ترلاسه کړي او په فعال ډول د کورنیو، ټولنو او ملتونو د وګړو د روغتیا په وده او ارتقا کې هڅه وکړي.

د نرسنګ پوهنځي فارغین دا وړتیاوې لري:

      • د نرسنګ په برخه کې د صحي خدماتو په سیستم او دغه راز د روغتون په برخه کې د ارزونې، پلان جوړونې او بیاکتنې له یو بشپړ چارچوب څخه کار اخلي.
      • د موجوده وضعیت د ارزونې او تحلیل لپاره له بېلابېلو موجوده اطلاعاتي سرچینو کار واخلي، څو ستونزې وټاکي او د هغه لپاره ځینې پروګرامونه حل او د هغو وړاندیز وکړي.
      • پرېکړې او تصمیمونه د اخلاقي شواهدو او ملاحظاتو په اساس رااخلي او له هغو دفاع کوي.
      • د ټولنې د وګړو او کورنیو ترمنځ او د صحي مسلکونو او موضوعاتو ترمنځ اړیکې ټینګې کړي.
      • په ټولو سنونو کې د خلکو لپاره د ساري ناروغيو، فزیکي او رواني ستونزو په برخه کې معالجوي او وقایوي خدمات ترسره کړي.
      • د ټولنې په یو شمېر ځانګړو برخو؛ د مور او ماشوم خدماتو په برخه کې، د ځانګړو مراقبتونو په برخه کې، عامې روغتیا او قابلګۍ برخه کې له نویو پوهو کار واخلي.  
      • له کورنۍ او د صحي خدماتو له نورو کارکوونکو سره کار وکړي او هغوی ته د دې ښوونه ورکړې، چې صحي خدمات او مراقبتونه تأمین شي.
      • د صحي خدماتو لکه درمل ورکولو، پانسمان کولو او نورو خدماتو د ودې لپاره د نرسنګ له اساسي استراتېژیو کال واخلي او د صحي سیستم په نورو برخو کې له طبي خدماتو ملاتړ وکړي.
      • د څېړنیو او کیفیت د تضمین لپاره له ثبت شویو او تحلیل شویو معلوماتو کار واخلي او نظر ورکړي. 
      • د صحي مراقبتونو له سیستم سره همکاري وکړي او د هغو په سیاستونو کې ګډون وکړي.

د نرسنګ او قابلګۍ پوهنځي اوسنۍ رئیسه پوهندوي ډاکتره سمیرا یفتلي ده، چې په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د کابل طبي علومو پوهنتون د ریاست له لوري د دې پوهنځي د رییس په توګه ټاکل شوې ده. آغلې یفتلي د ماسترۍ تر کچې زده‌کړې کړي دي.

Email Address : nursing@kums.edu.af


[1]ـ دا دیپارتمنت چې فارغوونکی دیپارتمنت ده، په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د کابل طبي علومو پوهنتون د وړاندیز او د لوړو زده‌کړو وزارت د منظورۍ سره یې پوهنځي ته ارتقا کړې ده، چې ډېر ژر د یو مستقل پوهنځي په توګه ډېر ژر به د دې پوهنتون په تشکیل کې شامل شي.