د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له یو تجارتي شرکت سره په همغږۍ دوه پایې CBC HRJ BIO 350 او Hormone Analyzer ماشینونه چې ارزښت یې ۱۰ زره ډالرو ته رسېږي د میوند تدریسي روغتون لابراتوار څانګې لپاره تهیه او وسپارل شول.

دغه ماشینونه د لابراتواري تشخیصونو ظرفیت لوړوالي، د طبي آزمایښتونو د کره والي او چټکتیا زیاتوالي او روغتیايي خدماتو کیفیت د ښه والي په موخه د دغه روغتون د لابراتوار برخې په واک کې ورکړل شوي دي. مسؤلینو هيله څرګنده کړه چې په دغه ماشینونو سره به د لا زیاتو معیاري لابراتواري خدماتو وړاندې کېدو، غوره تشخییص او ناروغانو ته د رسېدنې بهیر چټکتیا زمینه برابره شي.