د کابل  طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سينا» اړوند میوند تدريسي روغتون د غوږ، ستوني او پوزې  په څانګه کې د Sino-Nasal Cavernous Hemangioma په نوم د وعایي تومور د لرې کولو جراحي عملیات د Facial Degloving Approach  په طریقه ترسره شو.

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۳:۳۳
عمل جراحی خارج‌سازی تومور وعایی سینو-نازال (Sino-Nasal Cavernous Hemangioma) در دیپارتمنت گوش، گلو و بینی شفاخانه تدریسی میوند پوهنتون علوم طبی کابل« ابو علی ابن سینا به روش Facial Degloving Approach انجام شد.

ناروغ چې ۳۷ کلن او د کندز ولایت اوسېدونکی دی، د پوزې د مزمن بندښت او له پوزې څخه د پرله‌پسې وینې بهېدو له امله، چې شاوخوا اووه کاله یې دوام درلود، روغتون ته مراجعه کړې وه. د تشخیصي معایناتو له ترسره کېدو وروسته، ناروغ ته د Sino-Nasal Cavernous Hemangioma  تشخیص وشو. د تومور د وعایي ماهیت او د جراحي عملیاتو پر مهال د شدیدې وینې بهېدنې د احتمال له امله، د وینې بهېدنې د کمولو په موخه External Carotid Artery Ligation پروسیجر پر ناروغ تطبیق شو.

د یادونې وړ ده چې د جراحي عملیات وروسته د ناروغ روغتیايي وضعیت د قناعت وړ دی. نوموړی دا مهال د عملیاتو له ترسره کېدو وروسته تر طبي پاملرنې لاندې دی او د روغتیا د ښه کېدو بهیر یې په مطلوب ډول روان دی. له تومور څخه اخیستل شوې نمونه هم د لا زیاتو او هر اړخیزو معایناتو لپاره د پتالوژۍ ډیپارټمنټ ته ولېږل شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۰:۳۸
Background image

په کابل طبي علومو پوهنتون کې د حضرت محمد مصطفی ﷺ  د ژوند، سیرت او شخصیت په اړه د محصلانو د پوهې کچې د لا زیاتوالي په اړه د « سیرت النبي ﷺ » تر عنوان لاندې د پوهاوي او علمي کنفرانس د دغه پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو یو شمېر محصلانو په ګډون ترسره شو.  

په دغه کنفرانس کې وینا والو د رسول الله ﷺ  د سیرت، دعوت او رسالت پړاونو او په مکه مکرمه او مدینه منوره کې د بیغمبر ﷺ  په ژوند کې د رامنځته شویو پېښو په اړه خبرې وکړې او محصلانو ته یې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۹:۵۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له استازي Manuel De Lara...

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له استازي Manuel De Lara او ورسره پلاوي سره؛ په علي آباد تدریسي روغتون کې د سرطاني. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۸:۴۹
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون کې د SIGN Fracture Care International نړیوال خیریه بنسټ پروګرامونه د غونډې په ترڅ کې پيل شول. دغه پروګرامونه د اورتو پيدي او ټروما جراحي متخصص او په افغانستنا کې د SIGN...

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون کې د SIGN Fracture Care International  نړیوال خیریه بنسټ پروګرامونه د غونډې په ترڅ کې پيل شول. دغه پروګرامونه د اورتو پيدي او ټروما. . .

BACK TO NEWS