د علی آباد تدریسي روغتون

د علي آباد تدریسي روغتون د هیواد او نړۍ په کچه یو لرغونی کدري او معالجوي روغتون دی، چې د ۱۳۱۰ لمریز کال په جوزا میاشت کې له (۵۰۰) زیاتو بسترونو په درلودو سره د محمد نادرشاه په وسیله د کابل علي آباد غره په لمن کې یې د تهداب ډبره کېښودل شوه.

د دې روغتون د ودانولو پلان د رفقي بیګ په نامه یو ترکي ډاکتر په غاړه و. د ۱۳۱۱ لمریز کال په پای کې د دې روغتون لومړۍ برخه د "رفقي سناتوریم" په نامه د محمد نادرشاه په وسیله پرانیستل شوه او  بیا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په لومړیو کې دا روغتون د ډاکتر رفقي کامل بیګ تر نظر لاندې د توبرکلوز ناروغیو د مخنیوي لپاره (TB) خپل فعالیت پیل کړ. د ډاکتر رفقي کامل بیګ د فعالو او ګټورو فعالیتونو په اساس د رفقي سناتوریم په نامه و نومول شو، او په یاده ودانۍ کې د هغه نوم حک شو، چې تر اوسه هم د هغې ورانې ودانۍ په پورتنۍ برخه کې د هغه نوم شته.

همدارنګه د پوهنتون سرک په منځنۍ برخه (کابل پوهنتون ته د ننوتلو دروازې په مخ کې) کې د یادګارۍ څلی لیدل کېږي چې کوچنۍ تاریخچه او د ډاکتر رفقي کامل بیګ حک شوی عکس پکې لیدل کېږي.

په ۱۳۱۲ لمریز کال کې د علي آباد ملکي روغتون په نامه دویمه ودانۍ افتتاح او فعالیت یې پیل کړ، چې اوسمهال د جراحۍ سرویس پکې فعالیت کوي.

ملکي روغتون په دوه پوړونو کې ودان شو: لومړی پوړ یې د داخلې برخه او دویم پوړ یې د جراحۍ برخې د ناروغانو لپاره ځانګړې شوه. همدارنګه په دوه شرقي او غربي برخه کې یې د سترګو، ګوش او ګلو برخې ناروغانو لپاره د عملیات خونو سره جوړې شوې. له ۱۳۳۴ لمریز کال تر ۱۳۳۶ لمریز کاله پورې ملکي روغتون د "نادر شاه روغتون" په نامه ونومول شو. په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د ثور اوومې له کودتا وروسته "نادرشاه روغتون" د نیاز محمد مهمند په نامه و نومول شو. د څو لومړیو کلونو په لړ کې بېلابېلې برخې جوړې شوې؛ لکه د جلدي ناروغانو، عقلي عصبي او رواني ناروغانو او ساري ناروغانو لپاره ودانۍ، د طبي تجهیزاتو، لابراتوارونو او اکسرې برخې لپاره لویه اداري ودانۍ او ستاک د سرطبابت په نامه ودانۍ، پخلنځی، جومات، د ډاکترانو لپاره طعام خونې، دوبي خونه، درملتون او د یاد روغتون نورو برخو لپاره ښکلې ودانۍ جوړې شوې.

په ۱۳۱۱ لمریز کال کې، د کابل د طب پوهنځي په تأسیسولو او لوړو صنفونو ته د محصلینو په تلو سره د علي آباد روغتون له دویم ټولګي فارغو محصلینو د علمي کارونو لپاره آماده شو. د طب پوهنځي محصلين له دویم ټولګي وروسته علي آباد روغتون ته د عملي کار او ستاژ لپاره راتلل. ترکي استادانو او متخصصینو په طب پوهنځي کې د ناروغانو د درملنې سربېره محصلینو ته تدریس هم کاوه. په ۱۳۱۷ لمریز کال کې د لومړۍ دورې (۸) تنه فارغین و، چې تقریباً ټولو یې په علي آباد روغتون کې د ترکانو ترڅنګ د هغوی تر نظر لاندې خپل کار پیل کړ. په ۱۳۲۴ لمریز کال له ترکانو سره هوکړه ختمه شوه او په ۱۳۲۵ لمریز کال کې له فرانسویانو سره هوکړه وشوه. چې د هغې هوکړې په اساس فرانسوي استادانو د علي آباد روغتون په پوهنځي او د معالجوي او اداري چارو په برخه کې تدریس په غاړه واخیست.

د علي آباد روغتون، د مستورات روغتون (میوند روغتون) او په پل باغ عمومي واټ کې مرکزي پولي کلینیک د پوهنتون د صحي مؤسسو په نامه د طب پوهنځي د عملي کارونو او ستاژ لپاره ځانګړي شول. هر روغتون به یو سر طبیب او د هغه په رأس کې د صحي مؤسسو یو رییس درلود.

د علي آباد کدري روغتون د (۸۹) کاله لرغونتیا په اساس په بېلابېلو برخو کې د هیواد په کچه د تدریس، څېړنې او د صحي خدماتو عرضه کول په غاړه لري. د یادونې ده، چې دا روغتون په ځینو برخو کې لکه د اعصابو جراحۍ، د یورولوژي جراحۍ، عقلي او عصبي او په دې ورستیو کې د زړه جراحۍ په برخه کې د هیواد په کچه صحي خدمات ارایه کوي، چې د هیواد په نورو روغتونونو کې د دې خدماتو د وړاندې کولو امکانات موجود نه دي. همدارنګه له ۱۳۵۵ تر ۱۳۷۱ لمریز کاله د نړۍ د اټومي انرژۍ د آژانس (IAEA) په مرسته د سرطاني ناروغیو د شعاعي درملنې مرکز فعالیت کاوه او هغه عالمان چې په رأس کې یې و، هغه دا دي: پوهاند ډاکتر عبدالرحمن سلیم، پوهاند ډاکتر ملک اصغر د کابل د طب پوهنځي د ایکولوژۍ (سرطان پېژندنې) برخې استادان او پوهاند ډاکتر رسول عمر د کابل پولیتخنیک پوهنتون د اټومي فزیک استاد و.

د کورنیو جګړو او ناخوالو له امله د یاد مرکز خدمات بند شوي و، چې بیا د طبي علومو پوهنتون مخکني رییس ښاغلي پوهاند ډاکتر شیرین آقا ظریف او د یاد پوهنتون د رهبرۍ پلاوي د هر اړخیزو هلو ځلو په برکت او له نیکه مرغه د یاد آژانس په مرسته د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې بشپړ مرکز بیا د علي آباد د کدري روغتون په شمالي برخه کې په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د ۲۷ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د دوه پوړیزې ودانۍ د تهداب ډبره د افغانستان د ملي وحدت حکومت د اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او د لوړو زده‌کړو وزیر ښاغلي پوهنمل ډاکتر نجیب الله خواجه عمري او نورو حکومتي او د اټومي انرژۍ برخې د سازمان د چارواکو له لوري کېښودل شوه، چې د یادې ودانۍ د لګښتونو یوازې (۳) میلیونه ډالره یې د افغانستان دولت له لوري تمویل شوي، نور تجهیزات او د پرسونل تریننګ به یې د یاد آژانس له لوري چمتو کېږي.

د یادونې ده، چې د یادې ودانۍ ساختماني کارونه په شدت روان دي او په نږدې راتلونکي کې په مدرن او مجهز ډول به ګتې اخیستنې ته سپارل کېږي. سربېره پر دې د یاد بنسټ یو شمېر پرسونل د نړۍ د اټومي انرژۍ د آژانس په مرسته د ظرفیت د لوړاوي او اړینو ښوونو د زده‌کړو په موخه بهر ته ولېږل شول.

د علي آباد تدریسي روغتون اوسمهال د ۲۵۰ بسترونو په لرلو سره په ۱۲ بېلابېلو دیپارتمنتونو لکه عمومي جراحي، صدري جراحي، یورولوژي جراحي، اعصابو جراحي، اورتوپیدي جراحي، قلبي داخله، تنفسي، اندوکراینولوژي او هماتولوژي، رادیولوژي، عصبي او رواني، د هاضمې برخه لري او دغه راز دا روغتون ۳۹۷ تنه مسلکي، اداري او خدماتي پرسونل لري، چې په مسلکي برخه کې ۷۸ تنه د کابل ابوعلي ابن سینا طبي علومو پوهنتون استادان، ۲۳ تنه متخصصین، ۷۵ تنه تریني ډاکتران، ۹۶ تنه نرسان، ۹ تنه درمل جوړوونکي، ۱۳ تنه لابرانت،  ۸ تنه لابرانت اکسریز، ۱۵ تنه انستیزي لوګ، ۲ تنه فزیوتراپیست، ۱ تن میدیکل انجینیر، ۱ تن د اکسري ماشینونو تخنیکر، ۲ تنه میدیکل فزیست، ۲ تنه د رادیو تراپسي تکنیشن، ۲۲ تنه اداري کارمندان او ۱۲۸ تنه خدماتي کارکوونکي ټول هره ورځ په دې قادر دي، چې تر ۲۰ زیات انتخابي او عاجل عملیات یې ترسره کړي او تقریباً ۳۰۰ تر ۵۰۰ ناروغان یې په بېلابېلو سراپا دیپارتمنتونو کې معاینه او د هغو درملنه یې کړې ده.

د علي آباد روغتون خدمات په عمومي بڼه لاندې برخو کې داسې خلاصه کولای شو:

        ۱. د ځوانو ډاکترانو لپاره د تخصص د اکمال پروګرام تطبیقول.

        ۲. په ملي کچه د صحي روغتوني خدماتو عرضه کول.

        ۳. له یاد روغتونه د کابل طبي علومو پوهنتون د محصلینو د عملي کار او طبي څېړنو لپاره کار اخیستل.

  د کورنيو جګړو په وخت د علي آباد روغتون غربي سیمه د هلال احمر افغاني (سرې میاشتې) ټولنې په وسیله غصب شوه، چې د کابل طبي پوهنتون د ډیرو هلو ځلو سره سره تر ننه هم دا ساحه بېرته د یاد روغتون په واک کې ورکړل شوې نده. 

له ۱۳۷۱ تر ۱۳۷۳ لمریز کاله پورې د کورنیو جګړو له امله د علي آباد تاریخي روغتون په یوه کنډواله بدل شو. بیا له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۲ زېږدیز کاله او د طالبانو د واکمنۍ تر ختمېدو د علي آباد روغتون ورانه شوې ودانۍ د لوړو زده‌کړو وزارت اړوند شوه؛ خو مرکزي پولي کلینیک بیا پوهنتون ته ورنکړل شو او د علي آباد روغتون د کابل طبي علومو پوهنتون د ادارې او لوړو زده‌کړو وزارت په مرسته په اوسنۍ بڼه ورغول شو. دا مهال چې پوهاند ډاکتر عبیدالله عبید د یاد پوهنتون د رییس او پوهاند ډاکتر اکسیر د علي آباد روغتون د رییس په توګه دنده ترسره کوله، په دې دوره کې د یاد روغتون د بیا رغوونې او د شهر آرا له ساحې یې اصلي ساحې ته د لېږلو په برخه کې ډېرې هلې ځلې وکړې.

 

د علي آباد کدري روغتون موخې

د ځوانو تعلیم یافته ډاکترانو روزل، د نړۍ په کچه د صحي برخو استندرد کول او د مرکز او ولایاتو ناروغانو او پایوازانو لپاره د غوره صحي خدماتو عرضه کول.

 

رسالت

د کابل طبي علومو پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو د ډاکترانو او ستاژرانو روزنه او دغه راز هغه ناروغان چې درملنه یې د پلازمینې کابل په نورو روغتونونو کې ناشونې وي، د هغوی درملنه او هغو ته د غوره صحي خدماتو عرضه کول.

د دې روغتون د ریاست بست دویمه رتبه او کادري بست دی، چې دوکتور عبدالمطلب شینواری یې اوسمهال رییس دی، هغه د لوړو زده‌کړو وزارت په وړاندیز د یاد روغتون د رییس په توګه وګومارل شو. 

اړیکې:

  • د جراحۍ عاجل سرويس:                0202510358 
  • د داخلې برخې سرویس:                 0202510356 
  • د عقلي او عصبي برخې سرویس:      0202510352
  • د روغتون ریاست:                       0202510355
  • برېښنالیک:                              aliabadhospital@kums.edu.af