د طبي زده‌کړو د ودې ریاست(EDC)

د کابل ابو علي ابن سینا طبي علومو پوهنتون د طبي زده‌کړو د ودې ریاست (EDC)

د تخصص د اکمال پروګرام په لومړي ځل د ننګرهار پوهنتون د طب څانګې په اډانه کې رامنځته شو، چې هغه وخت دا څانګه هم د کابل طب پوهنځی تر قیمومیت (filial) لاندې وه. هغه وخت د کابل د طب پوهنځي استادان به هره ورځ د ننګرهار طب پوهنځي محصلینو د تدریس او د تخصص د اکمال لپاره په مشخص او ټاکل شوي مهالوېش ننګرهار ته تلل راتلل. 

په هیواد کې د څو کلنو بدلونونو وروسته د دې پروګرام ټولې چارې د اړوندو چارواکو لزوم دید په اساس د کابل طب پوهنځي ته ورکړل شوې، چې ټول مینه وال به د یوې اختصاصي آزموینې تر تېرولو وروسته په دې پروګرام کې شاملېدل. د کابل طب په دولتي انستیتیوت کې د طب پوهنځي تر ارتقا وروسته په ۱۳۶۶ لمریز کال کې د دې انستیتیوت په اډانه کې د طبي زده‌کړې د انکشاف ریاست په نامه یو ریاست رامنځته شو، چې د پتالوژۍ دیپارتمنت یو استاد ښاغلی پوهندوی ډاکتر نجیب الله فریدون یې لومړنی رییس و. دا ریاست هغه وخت په (A004) کود سره د نړۍ د صحي سازمان په انکشافي پروګرامونو کې هم شامل شو.

دا پروګرام تر دې دمه د کابل طبي علومو پوهنتون طبي زده‌کړو د انکشاف ریاست په اډانه کې فعالیت کوي.

د طبي‌ زده‌کړو د انکشاف ریاست اساسي دندې د ماسترۍ پروګرامونو پرمخ وړل، د تخصص د اکمال پروګرام تنظیم او مدیریت او دغه راز د کابل طبي علومو پوهنتون د کریکولمونو بیا کتنې په برخه کې همکاري کول دي.

دا ریاست اوسمهال د محصلینو د مشاهدوي درسونو لپاره یو د اسکي استیشن اتاق او د محصلینو د عملي کارونو لپاره یوه اسکېل خونه لري، چې یاده اسکېل خونه د ۱۳۹۷ لمریز کال په ژمي کې افتتاح او ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه.

همدارنګه دا ریاست د (PBL) او (CBL) دوه کمیټې لري، چې یادې کمیټې د (Problem Beas learning) او (Case Beas learning) په نامه هم یادېږي او د محصلینو تر منځ د هغوی د اساسي ستونزو حل لپاره په ګروپي بڼه د استادانو تر نظارت لاندې پرمخ وړل کېږي. اوسمهال دا ریاست (۹) تنه پرسونل لري.

اوسمهال د طبي زده‌کړو د ودې ریاست (EDC) پوهنوال دوکتور عبدالغفار همدرد د رییس په توګه وټاکل شو.

 

د پوهاند برنایار: 0799316470

د دفتر اریکو شمیره: 0744383138

Email Address: edc@kums.edu.af