د سينې زړه او رګونو ناروغیو انستیتیوت

د صدري، قلبي او وعایوي ناروغیو انستیتوت

د صدري، قلبي او وعایوي ناروغیو انستیتیوت ځمکه په لومړیو کې د علي آباد کدري روغتون ملکیت وه، چې په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د انګلستان هیواد د یو خصوصي سکتور په وسیله دا ځمکه وپېرل شوه. بیا د انګلستان هیواد په استازولۍ ډاکتر محمد نعیم عظیم چې د انګلستان هیواد تابعیت یې درلود، هغه د ۹۹ کلونو لپاره د افغانستان له دولت سره هوکړه وکړه او یاد انستیتیوت لپاره یې دوه ودانۍ آبادې کړې چې یوه یې دوه پوړیزه او بله یې درې پوړیزه ودانۍ وه. تر جوړېدو وروسته یې "د اکامیت روغتون" په نامه د صحي خدماتو په برخه کې فعالیت پیل کړ.

 د اکامیت روغتون له پرمختللو تجهیزاتو لکه د سیتي اسکن ماشین، ډیجیتل اکسرې، BMD، مډرن التراساوندونه، مجهز لابراتواري تجهیزات او مکمل قلبي تجهیزات، لکه د ایکو ماشین، ETT او دغه راز د لیتوتروپسي (LITHOTROPSY) ماشین آلات او تجهیزات او داسې نور طبي او غیر طبي وسایل له تجربه لرونکو کورنیو او بهرنیو ډاکترانو سره یو خصوصي روغتون و، چې د یو کمپلکس په شکل به یې د اورتوپیدي جراحۍ، ګوش و ګلو، سترګو، نسایي ولادي، ماشومانو او سراپا ناروغانو په برخه کې یې تر څو کلونو خلکو ته صحي خدمات وړاندې کول.

په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د کابل طبي علومو پوهنتون د جدي اړتیا په اساس او له انګلستان هیواد سره د ترسره شوې غیر عادلانه هوکړې په برخه کې د کابل طبي علومو پوهنتون د هغه وخت رییس ښاغلي پوهاند ډاکتر شیرین آقا ظریف د هلو ځلو له برکته د افغانستان د ولسمشرۍ لوړ مقام هدایت ورکړ چې د مالیې وزارت، عامې روغتیا وزارت، لوړو زده‌کړو وزارت او د اداره امور د استازو یو عمومي ګډ پلاوی دې د ښار او کور جوړوونې وزارت په مشرۍ جوړ شي، چې د اکامیت روغتون تعمیر او تجهیزات قیمت ګذاري کړي او په مناسب وخت کې د ولسمشرۍ درانه مقام ته دې بشپړ راپور ورکړي. په پای کې هم د اکامیت روغتون مالک ښاغلي ډاکتر محمد نعیم عظیم په دې توګه موافقه وکړه، چې یاد روغتون به د څلور میلیونه امریکایي ډالرو په مقابل کې د افغانستان په لوړو زده‌کړو وزارت پلوري. چې د یو شمېر قانوني پروسو تر بشپړولو وروسته د هیواد اړوندو ارګانونو دا یاد روغتون بېرته ترلاسه او د کابل طبي علومو پوهنتون په اختیار کې ورکړ.

د کابل طبي علومو پوهنتون ته د یاد روغتون تر سپارلو وروسته دې روغتون "د قلبي ناروغیو انستیتیوت" تر نامه لاندې د یاد پوهنتون په اډانه کې خپل فعالیت پیل کړ، چې اوسمهال د ښاغلي ډاکتر عصمت الله نایب خیل تر ریاست لاندې د یو شمېر با تجربه متخصصینو، تکړه صحي او اداري کارمندانو په وسیله د وړیا طبي خدماتو عرضه کولو په برخه کې فعالیت کوي.

په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د کابل طبي علومو پوهنتون د ریاست په وړاندیز او د لوړو زده‌کړو وزارت په منظورۍ سره یاد روغتون د "د قلبي، صدري او وعایوي ناروغیو انستیتیوت" په نامه ونومول شو.

اوسمهال دا صحی انستیتیوت د ماشومانو برخې، لویانو برخې، صدري داخله برخې، قلبي جراحۍ برخې، صدري جراحۍ برخې دیپارتمنتونو په لرلو سره او دغه راز د قلبي تشخیصیې برخه د سیتي اسکن، کاردیو ګرافي، التراساوند، ای ټی ټي، اکسرې، اي سي جي، بي ام ډي، مموګرافي، لابراتوار او درملتون په وسیله مجهز دی.

د قلبي، صدري او وعایوي ناروغیو انستیتیوت ټولټال (۱۰۴) تنه مسلکي، اداري او خدماتي پرسونل لري، چې (۱) تن یې سرطبیب، (۱۶) تنه یې متخصصین، (۱) د سیتي اسکن ډاکتر، (۷) تنه تریني ډاکتران، (۲۶) تنه نرسان او سر پرستار، (۴) تنه ډاکتران او د انستیزیست نرسان، (۴) تنه تکنیشن، (۲) تنه درمل جوړوونکي، (۴) تنه لابرانت، (۹) تنه اداري کارمندان او (۳۱) تنه خدماتي کارکوونکي په دې روغتون کې دنده ترسره کوي.

د دې روغتون بست دویمه رتبه کادری بست دی، چې ډاکتر عبدالمطلب شینواری یې رییس دی. هغه په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د لوړو زده‌کړو وزارت په وړاندیز د یاد روغتون د رییس په توګه مقرر شوی، چې د لیسانس تر کچې یې زده‌کړې کړي دي.

کدری استادان:

پوهندوی ډاکتر احمد شایق" ندیمی": د زړه ناروغیو د انستیتوټ رییس.

پوهنمل ډاکتر  عبدالواحد "صدیقی": د زړه ناروغیو د انستیتوت سرطبیب.

ډیپارتمنټونه:

د زړه د جراحی ډیپارتمنټ  :

پوهندوی ډاکتر  احمد شایق ندیمی

ډاکتر  منوچهر تیموریان

د زړه د بیا رغونی ډیپارتمنټ 

ډاکتر  حامد وردگ

ډاکتر  لیدا صافی

Invasive Cardiology  ډیپارتمنټ:

ډاکتر  شیراحمد

ډاکتر  نجیب الله جلالزی

Non-invasive Cardiology ډیپارتمنټ:

ډاکتر محمد نقیب رحیمی

ډاکتر وحید احمد هارون

ډاکتر عبدالودود زوبین

ډاکتر فریدون فرید

د ماشومانو د زړه داخلی ډیپارتمنټ  :

ډاکټر  انجیلا لقمانی

ډاکتر امین الله عرب

ډاکتر  محمد زبیر هاشمی

د راډیولوژی ډیپارتمنټ  :

ډاکتر  نیک محمد واحدی

د انستیزی ډیپارتمنټ  :

ډاکتر  نظر محمد

ډاکتر  محمد آقا

د کاهلانو د زړه داخلی برخی  معالج ډاکټران:

ډاکتر  حبیب الدین فقیریار

ډاکتر  احمد عقیل مصمم

ډاکتر  زرمینه بابری

د زړه د جراحی متخصصین: 2

د کاهلانو د زړه د داخلی متخصصین: 9

د ماشومانو د زړه  د داخلی متخصصین: 3

د راډیولوژی متخصص: 1

معالج ډاکټران: 5

 

د زړه ناروغیو انستیتیوټ لاندی خدمتونه وړاندی کوی

د زړه د داخلی په برخه کی :

Electrocardiography(ECG) (تقریبا 450 معاینی يه یوه میاشت کی)

Transthoracic echocardiography(TTE) (تقریبا 250 معاینی په یوه میاشت کی)

Contrast Echocardiography

Exercise tolerance test(ETT)(تقریبا 2 معاینی يه یوه میاشت کی)

Holter Monitoring (د یوی څخه تر دوو معایناتو پوری په میاشت کی)

Doppler (تقریبا 10 معاینی په یوه میاشت کی)

   OPD تقریبا 450 ناروغان په یوه میاشت کی  

د زړه د جراحی په برخه کی:

د زړه د تړلو عملیاتونو اجرا کول یا Closed Cardiac Surgey (PDA ligation)

د راډیولوژی په برخه کی :

ډیجیتل رادیوگرافی (تقریبا 120 معاینی په یوه میاشت کی )

CT scan

د لابراتوار په برخه کی:

  • د زړه ناروغیو اړونده لابراتواری معایناتو اجرا کول (د 150 ناروغانو معاینه په یوه میاشت کی)

د نرسنگ خدمتونه:

د ناروغانو تیارول مخکی د زړه له معایناتو څخه

د بستر د ننه ناروغانو لپاره د خدمتونو وړاندی کول

د علمی څیړنو په برخه کی:

 د زړه د ناروغانو د طبی آرشیف موجودیت چی د هغه له ارقامو څخه په علمی څیړنو کی ګټه اخیستل کیږی.

 

د روغتون سره اړیکه

روغتون سره اړیکې: 0202511838

Email Add : heartinstitute@kums.edu.af