د کابل د طبي علومو پوهنتون لنډه تاریخچه

لید لوری

کابل طبي علومو پوهنتون هیله من دی چې د زده کړو دوامداره نوښتونو، څېړنو، خلاقیتونو او کار پیدا کولو له لارې د بنسټيز تاثیر درلودلو تر څنګ په ملي او نړیواله کچه پر عامه روغتیا د یو معتبر علمي بنست په توګه مطرح وي.

ماموریت

د کابل طبي علومو پوهنتون«ابو علي ابن سینا» د خپلو لایقو کادرونو او نوې تکنالوژۍ څخه په ګټه اخیستنې د طبي علومو په زده کړه او روزنه، د علمي څېړنو فرهنګ د ودې او پراختیا، د ډيپارټمنټونو پوهنځیو، د پوهنتون اړوند صحي موسسو او د هېواد د نورو طبي اکاډمیکو بنسټونو تر منځ د همکارۍ روحیې د تقویې، په ملي او نړیواله کچه د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو د سموالي او کیفیت د ښه والي  لپاره د زده کړې ارتقا په موخه دوامداره هڅې، د ټولنې په وړاندې د خپلو ټولنیزو او روزنیزو مسوولیتونوتر سره کولو لپاره له ناروغانو څخه د مراقبت نویو لارو د پراختیا، د متخصص انساني ځواک د ښوونې او روزنې مسوولیت لرونکی، ژمن او نوښت ګر، په ملي او نړیواله کچه د معاصرو زده کړو پولې پرانستونکي او د هېواد علمي ټولنې د غوښتنو پر بنسټ د کار وړ څېړنو او مطالعاتو تر سره کولو یو ملي باور لرونکي پوهنتون دی.

ارزښتونه

د کابل طبي علومو پوهنتون«ابوعلي ابن سینا» د خپل لیدلوري او مأموریت تر سره کولو لپاره د لوړکیفیت بېلابېل خدمات، په پرېکړو کې عدالت او انصاف، د زده کړه یزو او څېړنیزو دورو پراختیا، په تدریسي او روغتیایي خدماتي چارو کې کره او د باور وړ نوښتونو، او تدریسي ، څېړنیزو او روغتیایي خدماتي پروګرامونو په برخو کې ځواب ویونکی او مسوولیت منلو ته ژمن دی.

  • مدیریت او رهبري
  • د اخلاقي اصولو مراعات
  • ګډون
  • عدالت
  • نوښت
  • زده کړه او ښوونه
  • ژمنتیا او ګټورتیا
  • ګډ‏کار
  • مرسته او همکاري
  • روغتیایي خدماتو وړاندې کول
  • روڼتیا او حساب ورکول

 

په کال ۱۹۳۲ کې د طب پوهنځۍ د لومړنۍ لوړو زدکړو موسسې په توګه رامنځته شو.

  • په کال ۱۹۸۰ کې د ستوماتولوژې او د ماشومانو طب پوهنځۍ د طبي زدکړو په موسسه کې ور زیات شول او نوم یې د کابل دولتي طب پوهنځي ته واوښت.
  • په کال ۲۰۰۴ کې د کابل طبي پوهنتون ته لوړ شو.
  • په کال ۲۰۰۵ کې د ماشومانو طب پوهنځۍ منحل شو.
  • په کال ۲۰۰۵ کې د نرسنګ پوهنځۍ منځته راغله.
  • په کال ۲۰۱۰ کې د عامې روغتیا پوهنځۍ را منځته شوه.
  • په کال ۲۰۱۱ کې د روغتیایی متممو زده کړو پوهنځۍ رامنځته شوه.
  • په کال ۲۰۱۵ کې کمیونټي کالج رامنځته شو.

د طب پوهنځي منځ ته راتګ (۱۹۳۲- ۱۹۴۵)

پرمختللي طب ته د هیواد اړتیا او طبابت ته د پاچا محمد نادر شاه پاملرنې د ۱۹۳۱ کال د مارچ د میاشتې په ۲۲ د یکشنبې په ورځ د ماسپښین په ۳:۰۰ بجو په دلګشا ماڼۍ کې غونډه ترسره کړه او هوډ یی وکړ تر څو د طب پوهنځۍ په دارالامان ماڼی کې تاسیس شي.

لومړۍ پړاو: ترکیې ته اړتوب له ۱۹۳۲- ۱۹۴۵

د تاسیس له وخته ترکیې د کابل طب پوهنځي سره لاس ورکړه لرله. په لومړي سر کې د موسسې ریس ډاکټر رفقی بیګ (ترکۍ) وا او وروسته ډاکټر حسن رشاد بیګ (ترکۍ) د رییس په توګه وټاکل شو. په وروستیو کې ډاکټر زاهدي بیګ (ترکۍ) دې دندې ته وګومارل شو. د دې پړاو په لړ کې دغه علمي هیات اوه دورې فارغان لرل.

دوهم پړاو: دکابل طب پوهنځي توامیت د فرانسې سره له ۱۹۴۶- ۱۹۵۵

  • په کال ۱۹۴۵ کې پرهبولانژا د کابل طب پوهنځي د ریس په توګه وګومارل شو.
  • د دې پړاو په لړ کې دغه پوهنیز هیات لس دورې فارغان لرل.
  • دکابل طب پوهنځي د ښوونې او آزموینو قوانین او مقررات رامنځته او پلي شول.

دریم پړاو: د کابل طب پوهنۍ په ۱۹۵۶- ۱۹۷۸ کلونو کې

  • ډاکټر فقیر احمد شفا د کابل طب پوهنځي د معاون په توګه وګومارل شو او په کال ۱۹۵۶ کې ډاکټر محمد عثمان انوري د کابل طب پوهنځي د لومړني ریس په توګه وګومارل شو.
  • یو قانون د زدکړې لپاره جوړ شو.
  • د وینې بانک رامنځته شو.
  • په دې دوره کې د ښځینه زده کوونکو نوم ثبتونه شوې وه.
  • ډیرۍ افغان ښوونکي د مقرراتو پر بنسټ وګومارل شول.
  • د کابل طب پوهنځي خپرونو وده وکړه او درسي کتابونه په فارسي ژبه خپاره شول.

څلورم پړاو: د کابل طب پوهنځۍ له ۱۹۷۸ تر ۱۹۹۱ کال پوري

  • د کابل ابو علي سینای بلخي دولتي طبي موسسې ته د کابل طب پوهنخي وده.
  • د لیسانس سند د ماستړۍ سند ته لوړ شو.
  • د کابل طبي موسسه د عامې روغتیا وزارت سره ګډه شوه.
  • د موسسې کتابتون لا نور هم سمبال شو او د روغتیا نړیوال سازمان په مرسته پرمختللۍ او سمبال رسنیز مرکز رامنځته او سمبال شو.
  • له شپږو کلونو څخه اووو کلونو ته د زدکړو دورې بدلون PCB دوهم ځلي منځته راتګ سره.

پنځم پړاو: دکابل ابو علي سینای بلخي طبي موسسه له کال ۱۹۹۲ تر ۱۹۹۶

  • په ۱۹۹۳ کال کې خپلمنځۍ جګړې ته په پاملرنې سره، د عامې روغتیا او ۴۰۰ بستریز روغتون آسانتیاوو چې اداري او دعملي کار آسانتیاوې یې دې موسسې ته چمتو کړې وې.
  • په کال ۱۹۹۵ کې د کابل طبي انستیتیوت خپل اصلي ځای ته ولیږدول شو او د کابل د طبي علومو پوهنتون بیا رغونه پیل شوه.

شپږم پړاو: د کابل طبي انستیتیوت له ۱۹۹۷ تر ۲۰۰۱

  • د کابل طبي انستیتیوت له عامې روغتیا وزارت څخه جلا او د لوړو زدکړو وزارت ته اړوند شو.
  • په دې پړاو کې ښځینه زده کوونکي په دې پوهنځۍ کې د زدکړې اجازه نه درلوده.

اووم پړاو: د کابل طبي انستیتیوت له ۲۰۰۱ کال څخه تر اوسه

  • په کال ۲۰۰۴ کې د کابل طبي پوهنتون ته لوړ شو.
  • په کال ۲۰۰۵ کې د ماشومانو طب پوهنځۍ منحل شو.
  • په کال ۲۰۰۵ کې د نرسنګ پوهنځۍ رامنځته شوه.
  • په کال ۲۰۱۰ کې د عامې روغتیا پوهنځۍ را منځته شوه.
  • په کال ۲۰۱۵ کې کیونټي کالج رامنځته شو. په روان کال کې دې کابل دې طبي علومو پوهنتون په رسمي بڼه د کلیفورنیا طبي بورد له خوا و پیژندل شو.
  • په کال ۲۰۱۶ کې د کابل طبي پوهنتون د کابل د طبي علومو پوهنتون ته لوړ شو.


لید لورۍ:

هیله مند یو چې په ملي او سیمه ایزه کچه په طبي زدکړو کې د ښه والي د رامنځته کولو او یوه لوړ سنت او نوښت د روزلو، څیړنې او روغتیایي آسانتیاوو له لارې د روغتیایي پاملرنو د پوهنیزو ټولنو په منځ کې د یوه مخکښ او لارښود پوهنتون په بڼه وپیژندل شو.

 

دنده:

لاندینیو ټکیو ته ژمنتیا د کابل د طبي علومو پوهنتون دنده ده:

  • په ښوونه او روزنه کې نوښت
  • داسې کلتور چې په هغه کې پوهنیزې څیړنې دڅیړنې، له ناروغ څخه د پالنې او زده کړې لامل ګرځي.
  • په څانګو، پوهنځیو او موسساتو کې لاس ورکړه.
  • په پرله پسې ډول د ناروغ د تجربې او د پالنې څرنګتیا د ښه کولو لپاره هڅه
  • د ناروغ څخه د پالنې د نویو لارو چارو خوښول او وده
  • د سیمه ایزو، ولایتي او نړیوالو ټولګو  روغتیا د ښه والي لپاره ژمنتیا

ارزښتونه:

  • لوړوالۍ
  • د ناروغ څخه پالنه
  • ډله اییز کار
  • درناوۍ او اوښتنه
  • مشري
  • مسولیت اخیستنه او ړونتیا
  • اخلاقي ستندرد
  • ګډون
  • انصاف
  • نوښت
  • اکاډمیکه آزادي
  • د زده کړې سره ژوند
  • ټولټالي
  • ژمنتیا او اغیزمنتیا