د ستوماتولوژي تدریسي روغتون

د ستوماتولوژي تدریسي روغتون د 1386 ل م کال د چنګاښ په میاشت کې افتتاح شو، چې یاد روغتون د کابل د طبي علومو پوهنتون د غاښونو طب پوهنځي موخې او تګلارې (استراتیژي) د مطلوبو پایلو د لاسته رواړلو لپاره عملي او تطبیقوي.

یاد روغتون د داخله ستوماتولوژي ، پریودنتولوژي او د ماشومانو ستوماتولوژي ډیپارتمنتونو په شمول د دوه ډسپلینو، د داخله ستوماتولوژي او جراحۍ ستوماتولوژي درلودونکی دی.

د جراحۍ ستوماتولوژي ډسپلین: د جراحۍ ستوماتولوژي پروستودنټکس او اورتوډنسی ډیپارتمنتونو درلودونکی دی. همدارنګه د غاښونو رادیولوژي د اکسرې پري اپیکال او OPG څانګې

لري.

د غاښونو جوړونې لابراتوار شعبه د غاښونو د پروتیز درلودونکی دی.

د ستوماتولوژي تدریسي روغتون مکلفیتونه او دندې:

په عمومي ډول د کارکوونکو اداره او رهبرۍ کولو مسؤلیت لري. چې په ځانګړي توګه لاندې دندې او فعالیتونه ترسره کوي.

د قانون او مقرراتو، فرمانونو، حکمونو، لوایحو، طرزالعمل، لارښوونو تطبیق او د کنفرانسونو دایرول د پوهنتون په علمي او څیړنیزو کنفرانسونو کې ګډون.

د علمي شورای تصویبونو، اجرائیوي بورډ تصویبونو، په اساس او د پوهنتون د موخو مطابق نور هدایات د استادانو، زده کړیالانو، ستاژرانو، تریني ډاکټرانو په علمي او مسلکي برخو کې ارتقاء او پرمختګ.

د مطلوبو پایلو لاسته راوړل د اړوندو فني څانګو هڅو او منسجم اداري سیستم څخه، ددې برسیره هماهنګي هم د یاد واحد د دندو څخه دی.

د روغتون په کچه علمي او څیړنیز فعالیتونه، د اړوندو ډیپارتمنتونو علمي کادري غړو لپاره اکاډمیک تصمیمونه او دهغو د اجراء او تطبیق لپاره زمینه برابرول.

د بیلابیلو ډیپارتمنتونو د استادانو، ټریني ډاکټرانو او ستاژرانو په واسطه د علمي او مسلکي کچې د لوړولو لپاره د علمي کنفرانسونو تعین او دایرول.

د ټریني ډاکټرانو د کړنو (اجرآاتو) او د ستوماتولوژي زده کړیالانو او ستاژرانو د عملي زده کړې (تدریس) د میتود څخه نظارت او کنترول.

  • د ناروغانو لپاره په بیلا بیلو برخو کې د مؤثرو او باکیفیته  روغتیایي خدماتو وړاندې (عرضه) کول.

د ستوماتولوژي تدریسي روغتون آمریت او د پوهنتون د هڅو او کوښښونو په نتیجه کې د ملي او اداري استراتیژۍ په اساس د 1392 کال د چنګاښ په میاشت کې د انکشافي پلان سره سم لاندې کړنې (فعالیتونه) ترسره شوي:

د ستوماتولوژي تدریسي روغتون تر چتر لاندې 6 بستره وجه فک ناروغانو او 24 نوکریوالانو په درلودو سره د وجه فک جراحۍ سرویس رامنځته کول.

د تخصص پروګرام په 25/12/1392 تاریخ پیل شو.

د ټولو څانګو فعالیتونه د هفته وار په بڼه ټولونه او د کابل د طبي علومو پوهنتون د اجرائیوي بورډ په جلسه کې ارائه کول.

د پروستوډونټکس Prosthodontics ډیپارتمنت لنډه پیژندنه:

د پروستوډونټکس Prosthodontics ډیپارتمنت د ستوماتولوژي پوهنځي د اختصاصي ډیپارتمنتونو له ډلې (جملې) څخه دی، چې څوارلس کریدتو په درلودو سره په 7 سمسترونو کې چې د دوهم ټولګي د دوهم سمستر څخه پیل تر د څلورم ټولګې دوهم سمستر پورې تدریس کیږي. برسیره پر دې د ستاژر ډاکټرانو لپاره د 8 هفتو د ستاژ دورې درلودونکی هم دی.

ښاغلي استادان چې یاد ډیپارتمنت بنسټ ایښودنکي دي عبارت له: پوهنمل ډاکټر عبدالحمید روفي، ډاکټر فوت د آلمان هیواد ډاکټر چې د افغانستان د ستوماتولوژۍ طبابت د پرمختګ او انکشاف په برخه کې یې نه هیریدونکي خدمات کړي.

د پروستوډونټکس Prosthodontics  ډیپارتمنت د تدریس برخه:

لومړی سمستر: د پروستوډونټکس Prosthodontics اساسات، یو کریدت نظري او یو کریدت عملي.

دوهم او دریم سمستر: Partial Fixed Prosthesis  دوه کریدته نظري او دوه کریدته عملي.

څلورم او پنځم سمستر: Partial Removable Prosthesis دوه کریدته نظري او دوه کریدته عملي.

شپږم او ووم سمستر: Complete denture دوه کریدته نظري او دوه کریدته عملي.

د یاد ډیپارتمنت د تدریس برخه لاندې څلور ښاغلي استادان پرمخ بیايي:

پوهندوی داکتر محمد بشیر نجابي

پوهنمل دوکتورس آمنه غوریاني

پوهیالی دوکتورس تمنا برکتي

پوهیالی دوکتورس مینه یعقوبي

د د پروستودونتکس Prosthodontics ډیپارتمنت معالجوي څانګه:

د بشپړ مصنوعي غاښ جوړول.

د پارشیال په بڼه د مصنوعي غاښ جوړول.

د مصنوعي غاښ بیا رغونه (ترمیم).

د مصنوعي غاښونو استر کول.

د ستاژ ډاکټرانو د ستاژ څانګه:

  • د ډیپارتمنت استادان د ستاژر ډاکټرانو سره هر اړخیزه مرسته او همکاري کوي او همدارنګه ستاژ ډاکټران، د استادانو تر نظر لاندې هغه ناروغان چې د غاښونو جوړولو په موخه د یاد روغتون مراجعین تداوي کوي.

د ټریني ډاکټرانو د تخصص څانګه:

استادان د پخوا تهیه شوي Log Book څخه په استفادې سره ټریني ډاکټرانو سره جدې همکاري کوي.

 

د ستوماتولوژي داخله Operative Dentistry & Endodontic ډیپارتمنت لنډه پیژندنه:

د ستوماتولوژي داخله ډیپارتمنت یو د ستوماتولوژي د پوهنځي ډیپارتمنتونو څخه دی چې درې مضمونونه د Operative Dentistry ، انډوډنټیک  Endodontic او Oral Medicine په نومونو سره تدریسوي.

ددې ډیپارتمنت استادان د ستوماتولوژي زده کړیالانو د تدریس برسیره ټریني ډاکټرانو ته د تخصص د پروګرام چارې هم پرمخ بیایي.

اوس مهال د ستوماتولوژي داخله ډیپارتمنت 6 تنه استادان لري چې نومونه یې لاندې ذکر شوي دي.

پوهندوی دوکتور محمد عثمان ریاض

پوهندوی دوکتور محمد هاشم طاهري

پوهندوی دوکتورس راضیه ربی زاده

پوهیالی دوکتورس حسینه عظیم

پوهیای دوکتور محمد حارث طاهري

پوهیالی علی میثم اشراقي

پورته ذکر شوي استادان په بیلابیلو دوهم، دریم، څلورم ټولګیو او د ستاژ د دورې زده کړیالانو په عملي او نظري زده کړو برخه کې بوخت دي.

د پریوډونټکس Periodontics ډیپارتمنت  لنډه پیژندنه:

د پریوډونټکس Periodontics ډیپارتمنت د ستوماتولوژي د پوهنځي د اختصاصي ډیپارتمنتونو له ډلې څخه چې د بررسۍ، تشخیص، د انساج ناروغیو تداوي او د غاښونو احاطه کوونکی دی، چې په څلورم ټولګي کې د دوه سمسترونو لپاره ( په نوي نصاب کې درې سمسترونو ته شامل دی)، په شمول د ستاژ ډاکټرانو، د ستاژ په دوره کې د شپږو هفتو لپاره تدریس کیږي.

پوهندوی دوکتور ولید (نجرابی) د یاد ډیپارتمنت بنسټ ایښودونکی دی.

د پریوډونټکس د تدریس په برخه کې لاندې فعالیتونه ترسره کوي.

لومړی سمستر: د پریودنشیوم نارمل اناټومي، د پریودنتولوژي اساسات او بیره ناروغۍ، یو کریدت نظري او یو کریدت عملي.

دوهم سمستر: د پریودنتال ناروغۍ او د پریودنتال ناروغۍ تدواي یو کریدت نظري او یو کریدت عملي.

په یاد ډیپارتمنت کې درې تنه استادان په تدریس بوخت دي.

پوهندوی دوکتور عبدالولید نجرابی

پوهیالی دوکتورس حسینه شاداب

پوهیالی دوکتورس سعدیه احمدی

د پریودونټکس ډیپارتمنت د معالجې په برخه کې لاندې فعالیتونه ترسره کوي.

د پریودنتال ناروغیو تشخیص او تداوي.

Scaling and Root Planning

د ووریو د حجم د زیاتوالي تداوۍ او د ووریو د کتلاتو ایسته کولو په شمول د پریودنتال جراحۍ تدواي.

د ټریني ډاکټرانو د تخصص څانګه د دوه تنو ټریني ډاکټرانو درلودونکې ده.

ډاکټر روح الله ابراهیم خیل د ټرینینګ څلورم کال.

ډاکټر ملالی معصومی د ټرینینګ دوهم کال.

استادان د پخوا تهیه شوي Log Book څخه په استفادې سره ټریني ډاکټرانو سره جدې همکاري کوي.

د کوچنیانو د ستوماتولوژۍ څانګه:

د کوچنيانو د ستوماتولوژي څانګه د يو مضمون په توګه په ۱۳۵۷ کال د کابل د طبي علومو پوهنتون کې په فعاليت پیل وکړ چې د کابل د طبې علومو پوهنتون د رهبرۍ هيئت په پاملرنې سره په ۱۳۹۰ کال کې د يوې څانګې په توګه وپیژندل شوه. له دې مخکې د څانګې ټول اجرآت د دوو استادانو پوهندوی دوکتور احسان الله ناصري او پوهنمل دوکتور سید شعيب غفاري لخوا ترسره کیدل وروسته بیا په کال ۱۳۹۱ کې دوه تنو ځوانو استادانو هر یو میراعطا الیاس او پوهیالی ډاکټر محمد آصف صدیقي، د کادري آزموینې څخه وروسته په دغه څانګه کې شامل شول.

د کوچنیانو د ستوماتولوژۍ څانګه د ستوماتولوژي له مهمو څانګو څخه دی چې د کوچنیانو د خولې او غاښونو ناروغي له زیږیدو څخه تر بلوغه پورې ټول وقایوي او معالجوي پروګرامونه تدریس کیږي. دغه څانګه په دریوو سمسترونو کې لکچرونه لري چې له دریم ټولګي څخه پیليږي همداراز یاده څانګه د ستوماتولوژي دستاژ دورې زده کړیالانو ته د علمي کادرونو د زدکړې لپاره دوه میاشتني پروګرامونه لري.

د کوچنیانو د ستوماتولوژۍ څانګې موخې:

په عملي او نظري ډول د ماشومانو د خولې او غاښونو د ناروغیو وقایې او تداوۍ په موخه د ځوانو ډاکټرانو روزنه.

د کوچنیانو د غاښونو د ساتنې او وقایې لپاره دروغتون د مراجعینو روزنه.

د ستوماتولوژي پوهنځي زده کړیالانو ته د زده کړې زمينه مساعدول.

د روزل کیدونکو لپاره علمي او تخصصي کارونو پرمخ وړل.

د ناروغو کوچنيانو لپاره د معالجوي خدماتو عرضه.

د ستوماتولوژي د جراحۍ څانګې لنډه پژندنه :

د ستوماتولوژي د جراحۍ څانګه د ستوماتولوژي پوهنځي له خاصو څانګو څخه ده چې په کې څلور تدریسي سمسترونه شامل دي، چې د دوهم ټولګي دوهم سمستر څخه پیل تر د څلورم ټولګي لومړي سمستر پوری ادامه لري او د ستاژ ډاکټرانو لپاره د ستاژ د دورې اته اونۍ په بر کې نیسي. د یادې څانګې بنسټ ایښودنکي استادان، پوهندوی دوکتور رسته ،داکتر فوت المانی، دوکتور حبیب نذیری او دوکتور سخي صدیقی دي، چې د افغانستان د ستوماتولوژۍ طبابت په انکشاف او پرمختګ کې زیات زیارونه ګاللي.

د جراحۍ څانګه د تدریس په برخه کی:

د دوهم ټولګي دوهم سمستر کې د خولې د جوف کوچني جراحۍ پروسیجر او موضوعی انستیزي چې یو کریدت نظري او یو علمي کریدت لري.

د دریم ټولګي لمړي سمستر کې ترضیضات اوانتانات له اړخه دوه کریدته نظري او یو کریدت عملي.

د دریم ټولګي دوهم سمستر کې تومورونه او سيستونو له اړخه ،د پروتیز څخه مخکی جراحي، لب چاک او کام چاک او تراجمینل نیورالجیا یو کریدت نظري او یو کریدت عملي.

د څلورم ټولګي لمړي سمستر کې فکی صدغی مفصلونه تشوشات، د غاښونو امپلینت اورتو ګنیتیک جراحي او لعابیه غدواتو امراض یو کریدت نظري او یو کردیت عملي.

په یاد ډیپارتمنت کې پنځه تنه استادان د تدریس برخه پرمخ بیایي.

پوهنمل دوکتور نور احمد شاه نور

پوهنوال دوکتور ایمل شکیب

پوهنیار دوکتور شکیب ثبات

پوهنیار دوکتور نصرالله رستاقی

پوهیالی دوکتورس الهه سمیه غفاری

د پروستوډنټکس ډیپارتمنت د معالجه په برخه کې لاندې کړنې ترسره کیږي.

د غاښونو ویستل (لرې کول).

نواحی وجه فک کتلاتو ایسته (لرې) کول.

د نواحي وجه ترضیضاتو تداوي.

د خولې د کوچنیو جراحیو پروسیجر.

د د انتانات نواحي وجه تدواي.

د روغتون چوپړتیاوې:

د پروستودونتکس Prosthodontics ډیپارتمنت معالجوي څانګه:

د بشپړ مصنوعي غاښ جوړول.

د پارشیال په بڼه د مصنوعي غاښ جوړول.

د مصنوعي غاښ بیا رغونه (ترمیم).

د مصنوعي غاښو استر کول.

د پریودونټکس ډیپارتمنت د معالجې په برخه کې لاندې فعالیتونه ترسره کوي.

د پریودنتال ناروغیو تشخیص او تداوي.

Scaling and Root Planning

د ووریو د حجم د زیاتوالي تداوۍ او د ووریو د کتلاتو ایسته کولو په شمول د پریودنتال جراحۍ تدواي.

د پروستودنټکس ډیپارتمنت د معالجه په برخه کې لاندې کړنې ترسره کیږي.

د غاښونو ویستل (لرې کول).

نواحی وجه فک کتلاتو ایسته (لرې) کول.

د نواحي وجه ترضیضاتو تداوي.

د خولې د کوچنیو جراحیو پروسیجر.

د د انتانات نواحي وجه تدواي.

 

د روغتون اړیکه: 0744115411

برېښنالیک: nasrullahrustaqi@yahoo.com

Email Add : dentalclinic@kums.edu.af