د صحي مؤسسو چارو معاونیت

په ۱۳۱۱ لمریز کال کې د کابل طب پوهنځي او علي آباد روغتون له تأسیسولو راپدېخوا د "مرکزي کتنځی" په نامه یو بنسټ رامنځته شوی و، چې د طب بېلابېلو برخو استادان، په دوامداره او دوراني توګه د خلکو لپاره د خدماتو وړاندې کولو او طب پوهنځي د محصلینو ستاژ لپاره په هغه ځای توظیف شوي وو او په پل باغ عمومي واټ کې یې فعالیت کاوه، چې اوسمهال د رابعه بلخي روغتون هلته دی. په هیواد کې د یو شمېر تحولاتو او بدلونونو تر رامنځته کېدو وروسته د کابل ابوعلي ابن سینا طبي علومو پوهنتون خپل ځینې جایدادونه له لاسه ورکړل او نوي جایدادونه یې ترلاسه کړل. لکه څنګه چې د مرکزي کتنځي (رابعه بلخي روغتون) ځمکه، چې هغه وخت دې پوهنتون پورې اړوند وه، هغه یې هم له لاسه ورکړه او له عامې روغتیا وزارت سره یې د تبادلې په اساس یې د شهر آرا سیمې نوی جایداد ترلاسه کړ.

همدارنګه د سره صلیب اوسنی روغتون هم د کابل طبي علومو پوهنتون ملکیت و، داسې چې مخکې د سره صلیب روغتون د پل سرخ په کارته سه سیمه کې موقعیت درلود؛ خو د جنګ جګړو په وخت هغه سیمه چې یوه جنګي سیمه وه، د هغه وخه حکومت د لزوم دید په اساس اوسنۍ ساحه د سره صلیب په واک کې ورکړل شوه. په طبي علومو پوهنتون کې د پوهاند ډاکتر عبیدالله عبید د ریاست په وخت د دې پوهنتون په تشکیل کې د صحي مؤسسو ریاست رامنځته شو او پوهاند ډاکتر مهر محمد اعجازي یې د رییس په توګه وټاکل شو. تر هغه وروسته د پوهاند ډاکتر شیرین آقا ظریف د ریاست په وخت کې بیا د کابل طبي علومو پوهنتون د صحي زده‌کړو مؤسسو  په معاونیت کې اضافه شو.

د کابل طبي علومو پوهنتون درې کدري روغتونه او درې کدري کلینیکونه لري، چې په دې صحي مرکزونو کې د دې پوهنتون د بېلابېلو څانګو محصلین د خپلو تحصیلي کارونو په لړ کې چې د ستاژ دورې په نامه یادېږي، هغوی خپل عملي کارونه د استادانو د لارښوونو لاندې پرمخ وړي. له همدې امله د یادو شپږو صحي مرکزونو ټولې چارې د پوهنتون د صحي چارو مؤسسو معاونیت پورې اړوندېږي، چې دا معاونیت دې ټولو چارو پرمخ وړلو مسئولیت یې پر غاړه دی.  

د صحي مؤسسو معاونیت دویمه رتبه کدري بست دی، چې د طبي علومو پوهنتون د نسایي ولادي برخې استاده آغلې پوهنوال ډاکتره زبیده ژواک د دې معاونیت په رأس کې ده. ډاکتره ژواک په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د لوړو زده‌کړو وزارت په وړاندیز او د ولسمشرۍ د درانه مقام په منظورۍ سره د کابل طبي علومو پوهنتون د صحي مؤسسو د معاونې په توګه مقرره شوې ده. پوهنوال ژواک د ماسترۍ تر کچې زده‌کړې کړي دي.

Email Address: vc.medical@kums.edu.af