...

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۸:۵۲
...

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون د پلاستیک جراحي ډيپارټمنټ ډاکټران د یو پينځه کلن ماشوم د پېچلي جراحي عملیات په ترسره کولو بریالي شوي دي. دغه ماشوم د چپ لاس بشپړ کمزورتیا، د لاس خوځښت ستونزو او ورغوي په برخه کې د اضافي کتلي د شتون له امله روغتون ته مراجعه کړې وه چې له دقیقو معایناتو وروسته ډاکټرانو د لاس اضافي کتلې لرې کولو او عصبي رګونو د ترمیم پرېکړه وکړه.

د پلاستیک جراحي ډيپارټمنټ غړي ډکټر فهیم فهام په وینا د جراحي عملیاتو په لړ کې اضافي کتله په بشپړ ډول لرې کړل شوه او عصبي رګونه یې په ډېر دقت سره بیا وتړل شول. له عملیات وروسته د ناروغ روغتیاِيي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی او ډېر ژر له روغتون څخه رخصت شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۴۰
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون د عمومي جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو له لوري او د سینې زړه او رګونو ناروغیو انسټېټیوټ ډاکټرانو په همکارۍ د زابل ولایت اوسېدونکي یو ۲۰ کلن ناروغ د کیڼ فمورال شریان (Left Femoral Artery) د ترمیم جراحي عملیات

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون د عمومي جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو له لوري او د سینې زړه او رګونو ناروغیو انسټېټیوټ ډاکټرانو په همکارۍ د زابل ولایت اوسېدونکي یو ۲۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۹:۴۴
Background image

کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن سينا» په ځانګړو مراسمو کې د ۱۴۰۵

کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن سينا» په ځانګړو مراسمو کې د ۱۴۰۵ کال د طبي شورا د (Exit Exam) ازموینې له بریالیو فارغانو او همدارنګه هغو محصلانو څخه چې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۱۷
Background image

#یودېرشم_پوسټر

په 1403 هـ.ش کال کې د 15.7 ميليونه افغانيو په ارزښت د کابل طبي علومو پوهنتون او اړونده تدريسي روغتونونو د عمومي او اساسي ترميماتو په پروژې  کې د صدري قلبي وعايي ناروغيو انسټيټيوټ  تعمير. . .

BACK TO NEWS