...

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون د پلاستیک جراحي ډيپارټمنټ ډاکټران د یو پينځه کلن ماشوم د پېچلي جراحي عملیات په ترسره کولو بریالي شوي دي. دغه ماشوم د چپ لاس بشپړ کمزورتیا، د لاس خوځښت ستونزو او ورغوي په برخه کې د اضافي کتلي د شتون له امله روغتون ته مراجعه کړې وه چې له دقیقو معایناتو وروسته ډاکټرانو د لاس اضافي کتلې لرې کولو او عصبي رګونو د ترمیم پرېکړه وکړه.
د پلاستیک جراحي ډيپارټمنټ غړي ډکټر فهیم فهام په وینا د جراحي عملیاتو په لړ کې اضافي کتله په بشپړ ډول لرې کړل شوه او عصبي رګونه یې په ډېر دقت سره بیا وتړل شول. له عملیات وروسته د ناروغ روغتیاِيي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی او ډېر ژر له روغتون څخه رخصت شي.