هر مسوول به د قیامت په ورځ د خپل ماتحت ځواب ویونکی وي
نن یکشنبه د روان ١٤٠٢ هـ ش کال د لړم میاشتې پر ۱۴مه د کابل طبي علومو پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم په مشرۍ د پوهنتون له اړونده آمرینو سره د چارو د لاښه والي په موخه غونډه تر سره کړه.
دغه ناسته چې د اړیکو او عامه پوهاوي آمر لخوا د قرآنګریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه په پیل کې مالي او اداري مرستیال ښاغلي مرحوم د جلسې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې د اداري چارو د لا پرمختګ او منظم کېدو په موخه ځینې اړینې سپارښتنې بیان کړې.
نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه: چې آمرین باید خپل تر لاس لاندې کارمندانو ته همېشه د سلسله مراتبو د لا ښه رعایت، په چارو کې د اخلاص، بې نظمۍ څخه د مخنیوي او ښه چلند په اړه سپارښتنه وکړي، ځکه له هر مسوول څخه به د قیامت په ورځ د هغه د مسوولیت پوښتنه کېږي.
همداراز په دغه غونډه کې د ۱۴۰٣ هـ ش کال د بودیجې پر ټاکلو د بحث ترڅنک د تهیه او تدارکاتو د نیمګړو پروژو تعقیب، په پوهنتون او اړوندو روغتونونو کې د نویو پروژو د چارو چټکتیا، د تضمین کیفیت بر رسۍ لپاره لازمه آمادګي او ځینو ستونزو په حل لارو بحث او لازمې پرېکړې وشوې.
مولوي عبدالرحمن مرحوم په دغه غونډه کې له مسؤولینو څخه د تېرې میاشتې د ور سپارل شویو کارونو راپور واخیست او د نویو پروژو او کړنو په اړه یې لارښوونې وکړې، غونډه د خیر په دعا پای ته ورسېده.