پیام تسلیت و همدردی هیات رهبری پوهنتون علوم طبی کابل ابوعلی ابن سینا به مناسبت وفات پوهاند دوکتور شیرزاد یعقوبی

IT_Director
شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۰ - ۱۳:۴۲
پیام تسلیت

با تاسف فراوان اطلاع حاصل نمودیم که پوهاند دوکتور شیرزاد یعقوبی استاد اسبق دیپارتمنت یورولوژی پوهنتون علوم طبی کابل ابوعلی ابن سینا نسبت مریضی که داشت، به رحمت حق پیوست.

انالله و اناالیه راجعون!
بدین وسیله هیات رهبری پوهنتون علوم طبی کابل ابوعلی ابن سینا مراتب تسلیت و همدری خویش را به خانواده، دوستان و اقارب مرحوم ابراز نموده، از خداوند متعال برای مرحوم مغفور بهشت برین و برای خانواده اش صبر جمیل استدعا می نماید.

مراسم فاتحه مرحوم روز دوشنبه(12 حوت 1398) از ساعت 1:30 الی 3:30 بعد از ظهر در مسجد جامع شیرشاه سوری واقع کارته چهار برگزار می گردد.

 

بیوګرافي

پوهاند ډاکټرشیرزاد یعقوبي، د شیر احمدخان زوی، پر ۱۳۰۸ لمریز کال د پغمان د اوریاخیلو په ګلغوڼډۍ کلي کې زیږیدلی وو، لومړنۍ زده کړې یې د خواجه لکن علیه الرحمه په ښوونځي کې سرته ورسولې. چې وروسته بیا حربي ښوونځي کې شامل او پر ۱۳۲۸ لمریز کال له نوموړي لیسې څخه فارغ شو، څرنګه چې پر هغه مهال د پوهنتون د کانکور آزموینه نه وه او یوازې د ټول افغانستان د لیسو اول، دویم او دریم نمره فارغان په طب پوهنځي کې منل کیدل، دا چې  له حربي ښوونځي څخه عمومي اول نمره فارغ شو، دا چانس یی پیدا کړ، چې په طب پوهنځي کې شامل شي، پر ۱۳۳۴ لمریز کال د طب له پوهنځي، څخه فارغ او د لنډې مودې لپاره یې د مرکزي قواوو په روغتون کې د ډاکټر په توګه دنده تر سره کوله، پر دې وخت د کدر لپاره هم کومه ازموینه نه وه، کله چې د ننګرهار پوهنتون د تاسیس پریکړه وشوه د هغه وخت حکومت پریکړه وکړه چې یو شمیر هغه ډاکټران چې له طب پوهنځي څخه په لوړه درجه فارغ شوي دي په ننګرهار پوهنتون کې د استاد په توګه مقرر کړي، دوی هم دا چانس تر لاسه کړ چې په ننګرهار پوهنتون کې د استاد په توګه وټاکل شي، یو عسکري صاحب منصب وو، په یوه ځانګړي فرمان له عسکري مسلک څخه خلاص او د استاد په توګه مقرر شو، او دا چانس ورته پیدا شو چې خپلې زده کړې ته دوام ورکړي، او په منظمه توګه خپل پوهنیز ترفیعات له نامزد پوهیالۍ رتبې څخه پوهیالي، پوهنیار، پوهنمل، پوهندوی، پوهنوال او بالاخره پر ۱۳۵۴ لمریز کال د پوهاند پوهنیزې رتبې ته ورسید.

پر پورتنیو کارونو سربیره یې وخت پر وخت ځینې آثار هم لیکلي دي، پر ۱۳۴۷ کال د W.H.O له خوا د لوړو زده کړو لپاره د امریکا نیویارک ته واستول شو، او د نیویارک په Albany Medical Center کي یي خپلې لوړې زده کړې سرته ورسولې.

د لوړو زده کړو تر پای وروسته د اړوند پوهنتون د مقاماتو له خوا د استاد په توګه پیشنهاد شو، چې د امریکایي او نورو بهرنیو ډاکټرانو په مسلکي روزنه کې برخه واخلي، خو له پورتنیو امتیازاتو سره سره د خپل ګران ملت د خدمت لپاره خپل ټاټوبي ته راستون شو، او په ننګرهار پوهنتون کې یې د استاد په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړ، وروسته بیا د  W.H.O له خوا د لوړو زده کړو لپاره بیروت او لبنان ته ولیږل شو، او په American University of Beirut کي یي خپلو زده کړو ته دوام ورکړ.

وروسته بیا د کابل پوهنتون له خوا چکوسلواکیا ته واستول شو، چې هلته له خپل لیکل شوي اثر څخه دفاع وکړي، او د پوهندویۍ پوهنیزې رتبې ته ترفیع وکړي، البته هلته یې له خپل اثر څخه چې د اثنا عشر Hydatid Cyst په برخه کې لیکلی وو، دفاع وکړه او دا پوهنیز اثر په هغه کنفرانس کې چې د اروپایي هیوادونو له خوا په چکوسلواکیا کې جوړ شوی وو، یو بکر پوهنیز اثر قبول او د چکوسلواکیا د پوهنیز بورډ تر تایید وروسته په چکوسلواکیا کې خپور شو. وروسته بیا د W.H.O له خوا شیراز پوهنتون ته واستول شو، او هلته یې د دریو میاشتو لپاره په هغه ورکشاپ کې برخه واخیستله، چې د W.H.O د استادانو له خوا تدریس ورکول کیده، همدارنګه یو کال ورسته یې بیا د دریو میاشتو لپاره په هغه ورکشاپ کې ګډون وکړ چې د W.H.O له خوا په تهران کې جوړ شوی وو، او په دې ورکشاپ کې یې اوله درجه ډګري تر لاسه کړه، وروسته یې چې د پوهنوالۍ رتبې وخت راورسید د ننګرهار پوهنتون له خوا د دوی اثر انګلستان ته واستول شو، دا اثر چې د ملا تیر هډوکو د توبرکلوز په برخه کې لیکل شوی و د پوهنیز بورډ تر تایید وروسته د یو بکر اثر په توګه په لندن کې خپور شو.

پوهاند ډاکټر شیرزاد یعقوبي د هیواد د ډیرو نومیالیو ډاکټرانو له جملې څخه یو ډیر پوه ډاکټر وو، ده په روغتیایي برخه کې په خپله ملي ژبه په لسګونو پوهنیز کتابونه لیکلي ا وپه زرګونو ډاکټران یې روزلي وو. پوهاند صیب یعقوبي، نوموړي له څلورو زرو څخه زیات بریالي جراحي عملیات تر سره کړي وو.

د خپل عمر مهمه برخه یې د دین په زده کړي او پر هغه د عمل کولو ته وقف کړې وه، او په ۱۳۹۸ لمريز کال د ۹۰ کلونو په عمر، د لندن په ښار کې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې او د آخرت ابدی دنیا ته ولاړ.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۱۸
Background image

از سه تن فارغان پوهنتون علوم طبی کابل« ابو علی ابن سینا»  که در امتحان خروجی (Exit exam ) سال ۱۴۰۴ هجری شمسی بلندترین نمرات را به سطح کشور به‌دست آورده بودند، با حظور مفتی سید جمال آغا معاون امور محصلان و شماری محصلین این پوهنتون تقدیر شد.

از سه تن فارغان پوهنتون علوم طبی کابل« ابو علی ابن سینا»  که در امتحان خروجی (Exit exam ) سال ۱۴۰۴ هجری شمسی بلندترین نمرات را به سطح کشور به‌دست آورده بودند، با حظور مفتی سید جمال آغا. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۴:۳۰
Background image

شفاخانه تدریسی نسایی ولادی پوهنتون علوم طبی کابل در جریان ماه عقرب

شفاخانه تدریسی نسایی ولادی پوهنتون علوم طبی کابل در جریان ماه عقرب خدمات تشخیص و تداوی را برای بیماران ارائه کرده است. بر بنیاد معلومات این شفاخانه، در جریان این ماه برای ۱ هزار ۵۷۹ تن. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۹:۱
Background image

داکتران دیپارتمنت جراحی اعصاب شفاخانه تدریسی علی آباد پوهنتون علوم طبی کابل« ابو علی ابن سینا» عمل پیچیده جراحی  تومور مغزی بیمار ۱۴ ساله را که از ولایت هلمند به این شفاخانه مراجعه کرده بود با موفقیت انجام دادند. 

داکتر رحمت‌الله صلاح نور زی عضو این دیپارتمنت می‌گوید که بیمار به دلیل ابتلا به تومور مغزی به این دیپارتمنت مراجعه کرده بود و پس از تکمیل معاینات تخصصی وجود تومور تثبیت و عمل جراحی. . .

BACK TO NEWS