سه شنبه، ۱۷ کب ۱۴۰۰

د کابل د طبي علومو پوهنتون مسوولینو د لوړو زده کړو وزارت له علمي معین سره د سرطاني ناروغیو د درملنې د ملي مرکز د پروژې د بشپړیدو او د سرطاني ناروغیو د زیاتوالي د لاملونو د معلومولو لپاره د یوه تخصصي څېړنیز ټیم د جوړولو په اړه خبرې وکړې.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په هېواد کې د سرطان ناروغۍ د زیاتوالي په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل، چې د یوه تخصصي او څېړنیز ټیم جوړولو ته اړتیا ده، ترڅو د سرطاني ناروغۍ د زیاتوالي د لاملونو د پېژندلو، د مخنیوي او درملنې په برخه کې د روغتیا وزارت او اړونده بنسټونو په همکارۍ اقدام وکړي.
د کابل د طبي علومو پوهنتون رئیس دوکتور فضل الرحمن رحماني د لوړو زده کړو وزارت له ملاتړ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې ډېر ژر به یو متخصص څېړنیز ټیم جوړ کړي او خپل عملیاتي پلان به د لوړو زده کړو وزارت سره شریک کړي.
ښاغلي رحماني دغه راز په علي اباد تدریسي روغتون کې د سرطاني ناروغیو د درملنې د ملي مرکز د پروژې د فعالیتونو په اړه راپور وړاندې کړ او دواړو لورو د دغې پروژې پر لا تجهیز او بشپړولو ټینګار وکړ.