All News

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۹:۳۵
Background image

کابل طبي علومو پوهنتون او اړوند تدریسي روغتونونو د روان کال غبرګولي په میاشت کې ۲ میلیونه او ۹۰۰ زره افغانۍ عواید راټول کړي. 

د وړاندې شویو معلوماتو پر اساس دغه عواید په تدریسي روغتونونو کې د روغتیایي خدماتو وړاندې کېدو، روزنیزو فعالیتونو او نورو رسمي سرچینو له لارې لاسته راغلي دي.

دغه عواید د روزنیز ظرفیت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۹:۳۴
Background image

د میوند تدریسي روغتون مسولینو له لوري د وړاندې شویو شمېرو پر اساس د غبرګولي په میاشت کې دغه روغتون توانېدلی چې ۱۸ زره ۶۹۹ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي.

په دغه شمېر کې د ۱۷۰ تنه ناروغانو لوی جراحي عملیاتونه ترسره شوي چې د روغتون د جراحي برخې د پراخ فعالیت او ناروغانو ته د رسېدنې په برخه کې د روغتیايي کادر د دوامداره هڅو څرګندویي کوي. 

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۹:۳۴
Background image

د تخار ولایت یو ۲۵ کلن ځوان چې له دوو میاشتو راهیسې د شدید سردرد، سترګو کمزورتیا، کيڼ لاس اوپښې له کمزورتیا څخه کړېده؛ په علي آباد تدریسي روغتون کې د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ متخصصانو ټيم له لوري یې بریالی جراحي عملیات ترسره شو.

له بشپړ معایناتو وروسته متخصصو ډاکټرانو وموندله چې د ناروغ په مغز کې یو لوی تومور شتون لري. د روغتیایي مسوولینو په وینا، څو نور روغتونونه د دغه تومور د وضعیت پېچلتیا له امله د عملیاتو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۹:۱۰
Background image

په تېره میاشت کې، د کابل طبي علومو پوهنتون د سینې، زړه او رګونو ناروغیو انسټیټیوټ په بریالیتوب سره ۲۱ لوی او کوچني جراحي عملیات ترسره کړي دي.

په دغه عملیاتونو کې د زړه وال بدلول، PDA، ASD، VSD شامل دي، چې د بېلابېلو روغتیايي شرایطو لرونکو ناروغانو ته تطبیق شوي دي.

د انسټیټیوټ مسئولین ټینګار کوي  چې د خدماتو کیفیت لوړولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۴:۱۱
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان، د محصلانو چارو مرستیال استاد حمید الله عابد په ملتیا د پسرلني سمستر د پای آزموینو له بهیر څخه لیدنه وکړه.

دغه لیدنه د آزموینو د روڼتیا، په ټولګیو کې د آزموینو اصولو د تطبیق څرنګوالي او نظم په موخه ترسره شوه.

د پوهنتون رئیس په آزموینو کې د استادانو او کارمندانو له هڅو خوښي څرګنده کړه او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۱:۱۲
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون د روغتیایي موسسو چارو مرستیال ډاکټر محمد هاشم ځاځي د کیور روغتون له رئیس ډاکټر یوسف خان کریمي سره د دوستانه اړیکو او دوه اړخیزو همکاریو د ځواکمنتیا په موخه لیدنه او خبرې وکړې.

په دغه لیدنه کې ډاکټر محمد هاشم ځاځي دوه اړخیزې همکارۍ اغېزمنې وبللې او ویې ویل چې په هېواد کې د طبي زده کړو د لومړني مرکز په توګه د کابل طبي علومو پوهنتون تل هڅه کوي څو د افغانستان. . .

Pagination