د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند روغتیايي تکمیلي علومو پوهنځي د طبي انجنیري ټکنالوجۍ ډيپارټمنټ یو شمېر فارغ محصلان د نویو زېږېدلیو ماشومانو د ګرمولو (Infant Warm Care) یو پایه ماشین په طراحي او جوړولو بریالي شول چې د فني او جوړوښتې پلوه د نړیوالو نمونو ...

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۰:۵
ggfe

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند روغتیايي تکمیلي علومو پوهنځي د طبي انجنیري ټکنالوجۍ ډيپارټمنټ یو شمېر فارغ محصلان د نویو زېږېدلیو ماشومانو د ګرمولو (Infant Warm Care) یو پایه ماشین په طراحي او جوړولو بریالي شول چې د فني او جوړوښتې پلوه د نړیوالو نمونو سره د پرتلې وړ دی.

دغه ماشین د نویو زېږېدلیو ماشومانو په تېره بیا له مودې مخکې زېږېدلیو او کم وزن لرونکو ماشومانو د بدن تودوخې درجې د ساتلو لپاره طراحي شوی دی. د یاد ماشین جوړونکې ډله محصلان وایي چې د دغه نوښت موخه یې داده چې په روغتونونو کې د نویو زېږېدلیو ماشومانو د مړینې کچه را کمه شي.

یاد ماشین انفراريډ ګرموونکي (Infrared Heating System) سیستم، د نويو زېږېدلیو ماشومانو د بدن حرارت کره اندازه کولو سانسور، د تودوخې کنټرول ډیجيټل سکرین، د تودوخې درجې د غیر معمولي زیاتوالي یا کموالي په صورت کې په خپل سر (خودکار) ډول د خبر ورکولو سیستم لرونکی دی. همدا رنګه د دغه دستګاه بستر د تنظیم وړ دی چې د LED او تودوخې څراغونو په لرلو سره د ماشوم ساتنې لپاره د آرام او مناسب چاپېریال رامنځته کېدو زمینه برابروي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او. . .

BACK TO NEWS