د کابل طبي علومو پوهنتون او ترکیې هېواد د همکاریو او همغږۍ بنسټ تر منځ د ګډو همکاریو په موخه د ټیکا بنسټ رئيس فاضل اکن اوردغان د کابل طبي علومو پوهنتون« ابو علي ابن سینا» له رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان سره لیدنه وکړه.

IT_Director
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۱:۴۱
به هدف همکاری های مشترک میان پوهنتون علوم طبی کابل و نهاد هماهنگی و همکاری های ترکیه، فاضل اکن اوردغان ریس نهاد تیکا با شیخ الحدیث مفتی احسان الله ابوالفیضان ریس پوهنتون علوم طبی کابل« ابو علی ابن سینا» دیدار  کرد. 

د کابل طبي علومو پوهنتون« ابو علي ابن سینا»   رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان د دغه بنسټ استازو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل چې د څو لسیزو جګړو له امله د افغانستان تحصیلي نظام ډېر زیانمن شوی او تل د یاد سیستم د بیا رغونې لپاره هڅې شوې دي. 

د ټیکا (Tika) بنسټ رئيس فاضل اکن اوردغان له افغانستان سره د وروستیو ۲۰ کلونو همکاریو ته په اشارې سره وویل چې له پوهنتونونو او تحصیلي بنسټونو سره همکارۍ یې په کاري لومړیتوبونو کې دي او له کابل طبي علومو پوهنتون سره د همکاریو ژمنه یې وکړه.

له لیدنې وروسته د ترکیې هېواد د همکاریو او همغږۍ آژانس (Tika) استازو د علي آباد تدریسي روغتون رفقي بېګ سناتوریم څخه چې له افغانستان سره د دغه هېواد د دوامداره همکاریو څرګندويي کوي لیدنه وکړه

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۹:۵۵
Background image

په څو لنډو شېبو کې به د کابل طبي علومو پوهنتون له تخصص او د عامې روغتيا او تغذي ماسټرۍ پروګرامونو څخه د 199 تنو متخصصينو فراغت غونډه د افغانستان اسلامي امارت د کابينې لوړپوړيو مسوولينو په ګډون پيل شي.

په څو لنډو شېبو کې به د کابل طبي علومو پوهنتون له تخصص او د عامې روغتيا او تغذي ماسټرۍ پروګرامونو څخه د 199 تنو متخصصينو فراغت غونډه د افغانستان اسلامي امارت د کابينې لوړپوړيو مسوولينو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۹:۵۳
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند ستوماتولوژي تدریسي روغتون د ژامې جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو د ډایکنډي ولایت اوسېدونکي یو ۳۰ کلن ناروغ د مخ او غاړې ښي اړخ Lymphangioma تومور ایستلو جراحي بریالی عملیات ترسره کړ.

د ژامې جراحي متخصص ډاکټر سید هدایت الله سادات وايي چې ناروغ شاوخوا دوه کاله مخکې د مخ او غاړې په ښي اړخ کې د یوې کتلې رامنځته کېدو له امله روغتون ته مراجعه کړې وه. د Cystic Hygroma. . .

BACK TO NEWS