...

د کابل علومو طبي پوهنتون رئیس، شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان، د ستوماتولوژي تدریسي روغتون د خدماتو وړاندې کېدو له بهیر، د محصلانو د عملي تدریس له وضعیت او د اړتیاوو پیژندنې په موخه لیدنه وکړه. نوموړي د روغتون له مسئولینو، استادانو او کارکوونکو سره ولیدل او د روغتون له بېلابېلو برخو څخه یې څارنه وکړه.
د لیدنې په پای کې، د پوهنتون رئیس د روغتون د روغتیایي او اداري کارکوونکو له هڅو مننه وکړه او د محصلانو د علمي او عملي برنامو پر پیاوړتیا او د روغتیایي خدماتو د کیفیت پر لوړوالي ټینګار وکړ او وویل چې د دې روغتون اړتیاوې به جدي تعقیب کړي او د حل لپاره به یې لازمې کړني ترسره کړي.