د شهرارا سترگو تدریسي روغتون

دا روغتون په ۱۳۱۵ لمریز کال د ابن سینا په روغتون کې د سترګو دیپارتمنت په نامه رامنځته شو او په ۱۳۴۰ لمریز کال کې د مستورات روغتون (میوند روغتون) ته ولېږل شو، بیا په ۱۳۷۳ لمریز کال کې په مرکزي برخه کې د کابل نور روغتون او بیا د خیرخانې سیمې (۵۲) بستریزه روغتون، په ۱۳۷۴ لمریز کال کې د اردو او ملي امنیت (۴۰۰) بستریز روغتون ته منتقل شو و بیا په ۱۳۷۸ ـ ۱۳۷۹ لمریز کال کې د لوړو زده‌کړو وزارت، کابل طبي علومو پوهنتون او (International Assistance Mission “IAM”) درې واړو ترمنځ د لس کلنې ترسره شوې هوکړې په اساس د طبي پوهنتون د سترګو دیپارتمنت د کابل د دهبوري سیمې په پولي کلینیک کې د (۱۳) تنه فني او اداري پرسونل او (۲۰) بسترو سره "د سترګو تدریسي روغتون" په نامه خپل فعالیت پیل کړ. په ۱۳۸۲ لمریز کال کې بیا د کابل پوهنتون د صحي پولي روغتون له ودانۍ د کابل طبي علومو پوهنتون ودانۍ ته ځای بدل کړ، چې بیا تر (۱۳۹۱ / ۱۱/ ۱۸) نېټې پورې یې په هغه ځای کې د (IAM) مؤسسې په مرسته او ملاتړ فعالیت کاوه؛ خو د یادې مؤسسې د مرستو او ملاتړ تر قطع کېدو وروسته یې بیا له خپلو اړوندو امکاناتو کار واخیست. د ۱۳۹۲ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۸مه نېټه د یاد پوهنتون د ریاست په هدایت سره د کابل طبي علومو پوهنتون له محوطې په شهر آرا سیمه کې د نسایي ولادي برخې مخکنۍ ودانۍ ته ولېږل شو. چې د پوهنتون د ریاست او د سترګو برخې دیپارتمنت د هلو ځلو په برکت یې بیا د پوهنتون له امکاناتو په ګټنې سره یې یو ځل بیا د یو روغتون په کچه خپل فعالیت پیل کړ او تر دې دمه خپل تدریسي او معالجوي فعالیت ته دوام ورکوي.

د کابل طبي علومو پوهنتون د هلو ځلو په برکت د یاد روغتون تشکیل (۴۵) تنه پرسونل ته ارتقا کړې، چې د یاد پوهنتون په اډانه کې فعالیت کوي. د سترګو کدري روغتون د کابل طبي علومو پوهنتون محصلینو لپاره د ښوونیزو خدماتو د ارایه کولو، د لوی مرکز په توګه د محصلینو، ستاژرانو، تریني ډاکترانو، د سترګو متخصصینو او درنو وطنوالو د درملنې په برخه کې د هیواد په کچه شپه او ورځ (۲۴) ساعته فعالیت کوي.

همدارنګه د کابل طبي علومو پوهنتون او (Fred Hollows Foundation) مؤسسې تر منځ د ترسره شوې هوکړې په اساس د سترګو روغتون لپاره د ظرفیت د لوړاوي پروګرامونو په پام کې نیولو سره د یاد روغتون څلور تنه پرسونل د لیسانس او سترګو تکنیسین په برخه کې د تحصیلي بورسیو په وسیله د پاکستان هیواد ته ولېږل شول([1]).

دا روغتون په تدریسي برخه کې، سراپا، بستري، علمیات، بایومتري، لیزر، لابراتواري معاینې، د سترګو او عینکو د نمبر ټاکلو، درملتون او عاجلو واقعاتو په برخه کې فعالیت کوي.

د سترګو کدري روغتون ټولټال (۴۵) تنه مسلکي، اداري او خدماتي پرسونل لري، چې له دې ډلې (۷) تنه یې متخصص ډاکتران، (۶) تنه یې تریني ډاکتران، (۶) تنه نرسان، (۴) تنه تکنیشن، (۲) تنه انستیزي لوګ، (۱) تن درمل جوړوونکی، (۲) تنه اوپتومترست، (۱) تن عینک جوړوونکی، (۸) تنه اداري کارمندان او (۹) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

د دې روغتون بست دویمه رتبه کدري بست دی، چې داکتر محمد بشیر عثمانی په رأس کې دی. داکتر عثمانی په 1400 لمریز کال کې د لوړو زده‌کړو وزارت په وړاندیز د دې روغتون د رییس په توګه وټاکل شو. ډاکتر عثمانی د لیسانس تر کچې زده‌ کړې کړي دي او د سټرګو په برخه کې تخصص لري.

[1] - د ۹۰ او ۹۳ لمریز کال د کابل طبي علومو پوهنتون د فعالیتونو او لاسته راوړنو نچوړ. 

ارزښتونه:

متقابل احترام او د انساني کرامت ساتل.

صداقت، صراحت او شفافیت ته عملي التزام.

د علم، خلاقیت او نوښت په اساس ارزښت ټاکنه.

د ناروغانو د صحت ساتل او ښه کول.

د زده کړه نیزو (آموزشي) پروګرامونو له لیارې د کارکوونکو، ناروغانو او ډاکټرانو توانمندول.

د کلنیک د کادري استادانو او نورو ډاکټرانو په اړه معلومات:

د سترګې ډیپارتمنت غړي:

د ډیپارتمنت د غړو تشکیل 7 تنه (یو تن د ډیپارتمنت د شف او 6 تنه د ډیپارتمنت غړي) دی.

تریني ډاکټران 6 تنه (2 تنه هر کال)

د کلنیک چوپړتیاوې:

اکاډمیک څانګه Academic

د سراپا ناروغانو معاینه OPD

د بستر دننه چوپړتیاوې (خدمات) Inpatient

د عملیات څانګه Operation

بایومتری Biometry

د لیزر څانګه YAG _ Laser

د لابراتوار څانګه Laboratory

د عینک جوړونې څانګه Spectacles

د درملتون څانګه Pharmacy

بیړني واقعات Emergency

اړیکشمېره: 7443833300

بریښنالیک:

Email Add : u.eyehospital@kums.edu.af