...

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۱۳:۶
شفاخانه تدریسی ستوماتولوژی پوهنتون علوم طبی کابل پس از اکمال این شفاخانه با تجهیزات و مواد مصرفی لازم و همچنان در نتیجهٔ تلاش‌های دیپارتمنت پروستودنتیک، در جریان یک ماه اخیر، برای حدود ۸۷ بیمار خدمات ساخت دندان مصنوعی متحرک (Removable Denture) فراهم شده است.

د کابل طبي علوو پوهنتون اړوند ستوماتولوژي تدریسي روغتون په طبي وسایلو او مصرفي موادو له سمبالېدو وروسته او همدا رنګه د پروستودنتیکس ډيپارټمنټ د هڅو له امله د دې میاشتې په لړ کې شاوخوا ۸۷ ناروغانو ته د مصنوعي متحرکو غاښونو(Removable Denture) جوړولو خدمات ترسره شوي دي. 

دغه خدمات چې د معیاري تجهیزاتو او کیفیت لرونکو موادو څخه په ګټه اخیستنې ترسره شوي، ستوماتولوژي تدریسي روغتون په دې توانېدلی چې د ناروغانو د غاښونو له لاسه ورکولو ستونزې او مهمې اړتیاوې پوره کړي.

کابل طبي علومو پوهنتون تل هڅه کوي تر څو د ستوماتولوژي په څانګو کې محصلانو ته د عملي روزنې له لارې خلکو ته د معیاري او تخصصي خدماتو وړاندې کولو زمینه هم برابره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۰:۴
Background image

د علمي کادر غړیو د تقرر او ترفیع لپاره د ‌ډیجیتلي سیستم د پېژندنې، د تقرر او ترفیع له نوي بهیر سره د کابل طبي علومو پوهنتون د ډیپارټمنټ آمرینو د لا بلدتیا په موخه روزنیز سمینار وړاندې شو.

په دې سمینار کې د لوړو زده‌کړو او مخابراتو وزارتونو مسلکي کارکوونکیو له‌خوا د استادانو د استخدام او تقرر، د علمي ترفیعاتو او داخلي بورسونو ته د غوښتنلیک ورکولو د ثبت بهیر په مفصله توګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۹:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان، د پوهنتون د بېلابېلو ټولګيو له استازو سره په داسې حال کې چې د محصلانو چارو مسوولینو هم حضور درلود

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان، د پوهنتون د بېلابېلو ټولګيو له استازو سره په داسې حال کې چې د محصلانو چارو مسوولینو هم حضور درلود، لیدنه او خبرې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۹:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان، (Morning Star Development) د "سهار ستوري" له خیریه پراختیایي مؤسسې سره لیدنه او خبرې وکړې

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان، (Morning Star Development) د "سهار ستوري" له خیریه پراختیایي مؤسسې سره لیدنه او خبرې وکړې. دغه ناسته د پوهنتون په. . .

BACK TO NEWS