یکشنبه د زمري ۲۶ / ۱۴۰۴ کال

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د دغه پوهنتون بېلابېلو پوهنځیو ته د ۱۴۰۴ کال د کانکور آزموینې له لارې بریالیو محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې محفل ترسره کړ. دغه پروګرام د پوهنتون لایحې، مقرراتو او لارښوونو سره د نویو محصلانو د بلدتیا په موخه جوړ شو.
په یاد پروګرام کې نویو محصلانو د پوهنتون او تدریسي روغتونونو له جوړښت، کرېډېټ سیستم، اساسي، مسلکي، اختیاري او پوهنتون شموله مضامینو، ستاژ دورې، تأجیل او منفکۍ پروسې، لیلیې، بدل اعاشې او همدا رنګه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له قانون سره بلدتیا او معلومات ترلاسه کړل.
د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په خپله وینا کې محصلان په درسونو کې زیار او ژمنتیا ته وهڅول او ویې ویل چې د اسلام له نظره د دیني علومو ترڅنګ؛ عصري علوم هم ارزښتناک او مهم مقام لري. نوموړي زیاته کړه اسلامي ټولنه هغه مهال ريښتیني پرمختګ ته رسيږي چې د طبابت علم، ټکنالوژي او نور عصري علوم له دیني ارزښتونو سره یو ځای شي. د پوهنتون رئيس له محصلانو څخه وغوښتل؛ څو په اخلاص او پوره هڅه خپل درسونه ووایي او په راتلونکي کې د یو تکړه ډاکټر په توګه د خلکو او ټولنې د خدمت جوګه شي.
همداراز د پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مفتي سید جمال آغا محصلانو ته د ښه راغلاست تر څنګ د پوهنتون اصولو، مقرراتو، نظم او ډسپلين، روزنیزو پروګرامونو او شته آسانتیاوو په اړه خبرې وکړې.