موضوع: په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د کابل طبي علومو پوهنتون دتالارونو د ترمیم پروژه
Publish Date
Closing Date
د کابل طبي علومو پوهنتون«ابوعلي ابن سینا» په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د کابل طبي علومو پوهنتون د ۱۴۰۲ مالي کال د تالارونو د ترمیم پروژې په آزادې داوطلبۍ کې ګډون وکړي، د شرط نامې کاپې دې د اعلان له نيټې وروسته تر ۲۱ ورځو پورې د پوهنتون له تهیه او تدارکاتو آمریت څخه په رسمي وختونو کې تر لاسه کړي، د شرطنامې له مطالعې وروسته خپل نرخونه په شرطنامه کې د ذکر شویو شرایطو مطابق او تدارکاتو د طرزالعمل او قانون له مخې مهرلاک شوې بڼه تسلیم کړي، وروسته را رسېدلي یا انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر ضمانت په بانکي ډول دی او د آفر خلاصولو جلسه په شرطنامه کې د ذکر شوې نېټې په ورځ له غرمې مخکې په ۱۰:۰۰ بجو د کابل طبي علومو پوهنتون په مالي او اداري معاونیت کې تر سره کيږي.