د کابل طبي علومو پوهنتون علمي کادر غړي په ۱۴۰۳ هـ.ش کال کې د ۱۴ ټوکه کتابونو تألیف او د ۸ عنوانه کتابونو په ژباړه بریالي شوي دي. دغه آثار اوس د محصلانو د لاسرسي وړ دي او په پراخه کچه د پوهنتون  په روزنیز چاپېریال کې ترې ګټه اخیستل کېږي.

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۱:۲۹
در سال ۱۴۰۳ هـ.ش اعضای کادر علمی این نهاد علمی و آموزشی موفق به تألیف ۱۴ جلد کتاب و ترجمه ۸ عنوان کتاب در عرصه‌های مختلف علوم طبی شدند. این آثار اکنون در اختیار محصلان قرار گرفته و به‌گونه‌ گسترده در محیط‌های آموزشی پوهنتون مورد استفاده قرار می‌گیرند.

یاد علمي آثار د پوهنتون د څېړنو او نشراتو کمېټو په منظمو غونډو کې  د دغه کمېټې د غړیو په حضور د څېړنیزو او نشراتي اصولو له مخې مطالعه او ارزول شوي او په اړه یې لازمې پرېکړې نیول شوې دي.

دغه کتابونه د محصلانو د علمي کچې لوړوالي او په ملي ژبو د درسي سرچینو بډاینې په موخه ترتیب شوي دي. دا هڅې په هېواد کې د روزنیز او څېړنیز کیفیت د ښه والي لپاره د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي کادر غړیو د ژمنتیا څرګندونه کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۹:۴
Background image

د میوند تدریسي روغتون له لوري د وړاندې شویو معلوماتو پر اساس د ۱۴۰۴ هـ ش کال د غویي میاشتې ټول عواید  له ۱ میلیون او ۲ سوه زره افغانیو څخه زیات شوي دي.

 په داسې حال کې چې د وري میاشتې عواید له ۸۰۰ زره افغانیو زیات و چې د تېرې میاشتې په پرتله د غويي میاشتې عواید شاوخوا ۵۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي. راټول شوي عواید د بېلابېلو روغتیايي خدماتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۱:۲۹
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون علمي کادر غړي په ۱۴۰۳ هـ.ش کال کې د ۱۴ ټوکه کتابونو تألیف او د ۸ عنوانه کتابونو په ژباړه بریالي شوي دي. دغه آثار اوس د محصلانو د لاسرسي وړ دي او په پراخه کچه د پوهنتون  په روزنیز چاپېریال کې ترې ګټه اخیستل کېږي.

یاد علمي آثار د پوهنتون د څېړنو او نشراتو کمېټو په منظمو غونډو کې  د دغه کمېټې د غړیو په حضور د څېړنیزو او نشراتي اصولو له مخې مطالعه او ارزول شوي او په اړه یې لازمې پرېکړې نیول شوې دي.. . .

BACK TO NEWS