د کابل طبي علومو پوهنتون د روغتیایي موسسو چارو مرستیال ډاکټر محمد هاشم ځاځي د کیور روغتون له رئیس ډاکټر یوسف خان کریمي سره د دوستانه اړیکو او دوه اړخیزو همکاریو د ځواکمنتیا په موخه لیدنه او خبرې وکړې.

په دغه لیدنه کې ډاکټر محمد هاشم ځاځي دوه اړخیزې همکارۍ اغېزمنې وبللې او ویې ویل چې په هېواد کې د طبي زده کړو د لومړني مرکز په توګه د کابل طبي علومو پوهنتون تل هڅه کوي څو د افغانستان روغتیايي سکتور د ودې زمینه برابره کړي.
له بلې خوا په یاده لیدنه کې ډاکټر کریمي د تدریسي روغتونونو د اړتیا وړ طبي تجهیزاتو او درملو اخیستنې ترڅنګ هېواد ته د بهرنیو ډاکټرانو په را بلنه او د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند تدریسي روغتونونو د ډاکټرانو د ظرفیت لوړونې لپاره د بېلابېلو روزنیزو پروګرامونو د جوړولو ژمنه وکړه.
د یادولو وړ ده چې په دغه لیدنه کې په دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وشو او د راډیولوژي، نسايي ولادي، عملیات خونو، نرسنګ، انستیزي، عاجلو مراقبتونو( ICU )، پلاستیک جراحي او نورو برخو کې د همکاریو دوه اړخیزې ژمنې وشوې.