د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي اباد تدریسي روغتون د لومړي ځل لپاره په دغه روغتون کې پر ناروغانو د اپيدورال انستیزي تطبیق کړه.
د یاد روغتون په راپور کې راغلي، څو ناروغانو ته د اپيدورال انستیزي تطبیق شوه چې پایله یې مثبت او د قناعت وړ وه.
د دغه روغتون مسوولین وایي چې د اپيدورال انستیزي به پر سرطاني، اورتوپيدي ناروغانو او د زېږون دردونو لپاره تطبیق شي.
د یادولو وړ ده چې اپيدورال انستیزي د درد کمولو او یا د بدن ټاکل شوې برخې د بېهوشه کولو لپاره کارول کېږي چې د اپيدورال د تزریق پر مهال ناروغ بشپړ شعور لري.