د میوند تدریسي روغتون مسولینو له لوري د وړاندې شویو شمېرو پر اساس د غبرګولي په میاشت کې دغه روغتون توانېدلی چې ۱۸ زره ۶۹۹ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي.

په دغه شمېر کې د ۱۷۰ تنه ناروغانو لوی جراحي عملیاتونه ترسره شوي چې د روغتون د جراحي برخې د پراخ فعالیت او ناروغانو ته د رسېدنې په برخه کې د روغتیايي کادر د دوامداره هڅو څرګندویي کوي.
د میوند تدریسي روغتون مسوولینو څرګنده کړې چې په پام کې لري؛ د روغتیایي خدماتو کیفیت کچې په لوړولو، د تشخیص او درملنې ظرفیتونو پراخوالي او لا زیاتو امکاناتو په برابرولو سره به ناروغانو ته بشپړ، غوره او پر وخت روغتیايي خدمات وړاندې کړي.