د دوو تنو ښځینه رضاکاره ټرېنيانو د جذب خبرتیا

IT_Director
اطلاعیه ثبت نام دو تن ترینی(رضاکار) اناث

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د سترګو تدریسي روغتون د اړتیا پر اساس د سترګو ډيپارټمنټ لپاره دوه تنه ښځینه د تخصص ټرېني رضا کارانو ته اړتیا لري. نو له ټولو هغه مینوالو غوښتنه کېږي چې غواړي خپله د تخصص دوره د سترګو په برخه کې بشپړ کړي، د نوم لیکنې لپاره د یاد پوهنتون د طبي زده کړو پراختیا ریاست ته مراجعه وکړي. آزموینه وروسته اخیستل کیږي. يادونه: د نوم لیکنې وخت د خبرتیا له خپرېدو لس ورځې وروسته پای ته رسیږي.
اړین اسناد:
•    د تذکرې کاپي
•    د طبي شورا د کامیابۍ نمرې کاپي
•    د لیسانس دورې د نمرو، ترانسکریپت او دیپلوم کاپي
د نوماند شرایط:
•    د افغانستان تابعیت ولري
•    عمر يې له ۳۵ کلونو ټيټ وي
•    یوازې ښځینه وي
د نوم لیکنې ځای:
•    د طبي زده کړو پراختیا ریاست
•    د لا زیاتو معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره مهرباني وکړئ له دې شمېرې سره اړیکه ونیسئ 0202511591 

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۹:۸
Background image

خبرتیا!

د فوټبال مقدماتي لوبو او تمريناتو د پیل خبرتیا!
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدمتونو همغږۍ ریاست په نوښت د مرکزي پوهنتونونو ترمنځ د فوټبال لوبې پیلېدونکې دي چې ټاکل شوې له رسمي لوبو . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۹:۴۹
Background image

خبرتیا!

ټولو هغه محترمو ډاکټرانو ته چې د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند تدریسي روغتونونو کې د تخصص بشپړولو په پروګرام کې د شمولیت غوښتونکي دي او خپلې غوښتنپاڼې یې د ۱۴۰۴/۱/۲۳ نېټې مخکې د طبي زده . . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۴:۳۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د کابل طبي علومو پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په اناټومي مضمون کې د محصلانو لپاره رقابتي آزموینه ترسره کړي؛ نو له ټولو هغه محصلانو څخه چې په یاده آزموینه کې یې د ګدون په . . .

Back to announcements