خبرتیا!

IT_Director
اطلاعیه!

د فوټبال مقدماتي لوبو او تمريناتو د پیل خبرتیا!
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدمتونو همغږۍ ریاست په نوښت د مرکزي پوهنتونونو ترمنځ د فوټبال لوبې پیلېدونکې دي چې ټاکل شوې له رسمي لوبو مخکې، د دوو ورځو لپاره د ښوونې او روزنې پوهنتون په فوټبال لوبغالي کې څو تمريناتي لوبې ترسره شي؛ ځکه نو هغو محصلانو ته چې مخکې یې د فوټبال لوبو لپاره نومليکنه کړې وه خبر ور کول کېږي چې د لا نورو معلوماتو او همغږۍ لپاره د کابل طبي علومو پوهنتون د محصلانو د خدمتونو همغږۍ آمریت ته مراجعه وکړي.
نېټه: یکشنبه او دوشنبه د غويي ۱۴ او ۱۵
وخت: ورسته له غرمې ۲ بجې

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۲:۲۰
Background image

خبرتیا! 

ټاکل شوې چې د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د لېسانس او ماسټرۍ محصلانو د ۱۴۰۵ کال پسرلني سمسټر درسونه د ۱۴۰۴ کال د کب له ۱۵ نېټې څخه پیل شي. له ټولو قدرمنو محصلانو غوښتنه . . .

Back to announcements