د لکچرنوټونو د سمون کمیټې غونډه ترسره شوه

IT_Director
شنبه ۱۴۰۱/۶/۵ - ۱۳:۳۰
د لکچرنوټونو د سمون کمیټې غونډه ترسره شوه

نن شنبه د روان ۱۴۴۴ هـ ق کال د محرم‏الحرام پر ۲۹ نېټه د کابل طبي علومو پوهنتون د لکچرنوټونو د سمون کمیټې غونډه وکړه.

په پیل کې علمي مرستیال او د یادې کمېټې مشر پوهاند دوکتور نجیب الله امرخېل د لکچرنوټونو کمېټې په لاسته راوړنو او په دې برخه کې د لاپیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي امرخېل وویل: د لیکچرنوټونو کمټه چې د اړتیا له مخې دو کاله مخکې رامنځته شوې تر اوسه یې مختلف لکچرنوټونه د املایي، انشایي او محتوایي اړخه اصلاح کړي او دا لړۍ به نوره هم روانه وي.

ورپسې پوهاند دوکتور رفیع الله رحمانی خبرې وکړې او زیاته یې کړه: چې په دغه کمېټه کې مسوول استادان باید د لکچرنوټونو د سمون او بیا کتنې پر مهال د طبي اصطلاحاتو کارونې، املایي او انشايي جوړښت تر څنګ د لکچرنوټونو یا د کتابونو لنډوالي او اوږدوالي ته هم پاملرنه وکړي.

په غونډه کې د اجندا سره سم پر ځینو نورو لازمو موضوعاتو هم بحث او خبرې وشوې او د کمېټې غړو ته د لیکچرنوټونو د لا ښه والي او اصلاح په موخه لازم مسوولیتونه او دندې وسپارل شوې. غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۲:۱۶
Background image

نن شنبه د روان کال لیندۍ میاشتې په لومړۍ نېټه د کابل طبي علومو پوهنتون د ۱۴۰۴ کال د وروستي (فاینل) سمستر آزموینې په رسمي ډول پیل شوې. دغه آزموینې له وړاندې ټاکل شوي جدول مطابق په ټولو پوهنځيو کې پیل او د محصلانو لپاره منظمه، شفافه او معیاري فضا رامنځته شو

د آزموینو د لومړۍ ورځې په لړ کې د کابل طبي علومو پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مفتي سید جمال آغا د کابل طبي علومو پوهنتون محصلانو د آزموینو له بهیر څخه نظارت وکړ او په ټولګیو کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۰:۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبد الرحمن مرحوم، د محصلانو چارو مرستیال مفتي سید جمال آغا او د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو د انسجام رئیس قاضي کلیم الله محمدي په حضور د ممتازو محصلانو د ستاینې غونډه چې

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبد الرحمن مرحوم، د محصلانو چارو مرستیال مفتي سید جمال آغا او د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو د انسجام. . .

BACK TO NEWS