د کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن سينا» اړوند په علي‌آباد تدريسي روغتون کې د Radiofrequency Ablation (RFA) او Radiofrequency Rhizotomy تخصصي علمي او عملي ورکشاپ د عصبي جراحۍ  څانګې د استادانو، متخصصينو، تريني ډاکټرانو او د اړوندو څانګو د ګډونوالو ...

IT_Director
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۲۸
ورکشاپ تخصصی علمی و عملی Radiofrequency Ablation (RFA) و Radiofrequency Rhizotomy  با حضور استادان، متخصصان و ترینی‌های رشته جراحی اعصاب و بخش‌های مرتبط، در شفاخانه تدریسی علی آباد پوهنتون علوم طبی کابل با موفقیت برگزار شد.

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن سينا» اړوند په علي‌آباد تدريسي روغتون کې د Radiofrequency Ablation (RFA) او Radiofrequency Rhizotomy تخصصي علمي او عملي ورکشاپ د عصبي جراحۍ  څانګې د استادانو، متخصصينو، تريني ډاکټرانو او د اړوندو څانګو د ګډونوالو په حضور کې په بريالي ډول سره ترسره شو.

دغه ورکشاپ د ملا مزمن درد (Chronic Back Pain) او د عصب درې‌ګوني نورالژۍ (Trigeminal Neuralgia) د درملنې لپاره د نويو او لږ تهاجمي (کم‌تهاجمي) لارو د معرفي او روزنې په موخه جوړ شوی و. ګډونوالو د دغو پرمختللیو تخنيکونو له نظري مباحثو، علمي اصولو، د کارونې مواردو، د ناروغانو د مناسبې ټاکنې او د پلي کېدو له طريقو سره هر اړخيزه بلدتيا ترلاسه کړه.

کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن سينا» تل هڅه کوي چې د علمي، ښوونيزو او تخصصي پروګرامونو په جوړولو سره د پوهې د لېږد بهير پياوړی کړي او هېوادوالو ته د روغتيايي خدمتونو د کيفيت د لا ښه والي لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او. . .

BACK TO NEWS