د لکچرنوټونو د سمون کمیټې غونډه ترسره شوه
نن شنبه د روان ۱۴۴۴ هـ ق کال د محرمالحرام پر ۲۹ نېټه د کابل طبي علومو پوهنتون د لکچرنوټونو د سمون کمیټې غونډه وکړه.
په پیل کې علمي مرستیال او د یادې کمېټې مشر پوهاند دوکتور نجیب الله امرخېل د لکچرنوټونو کمېټې په لاسته راوړنو او په دې برخه کې د لاپیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي امرخېل وویل: د لیکچرنوټونو کمټه چې د اړتیا له مخې دو کاله مخکې رامنځته شوې تر اوسه یې مختلف لکچرنوټونه د املایي، انشایي او محتوایي اړخه اصلاح کړي او دا لړۍ به نوره هم روانه وي.
ورپسې پوهاند دوکتور رفیع الله رحمانی خبرې وکړې او زیاته یې کړه: چې په دغه کمېټه کې مسوول استادان باید د لکچرنوټونو د سمون او بیا کتنې پر مهال د طبي اصطلاحاتو کارونې، املایي او انشايي جوړښت تر څنګ د لکچرنوټونو یا د کتابونو لنډوالي او اوږدوالي ته هم پاملرنه وکړي.
په غونډه کې د اجندا سره سم پر ځینو نورو لازمو موضوعاتو هم بحث او خبرې وشوې او د کمېټې غړو ته د لیکچرنوټونو د لا ښه والي او اصلاح په موخه لازم مسوولیتونه او دندې وسپارل شوې. غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.