هغه ناروغان چې په دوامداره توګه د ستروئیدونو تر درملنې لاندې دي، د هغو انستزۍ ته د رسیدګۍ په موخه اړوند مشورتي ناستې

IT_Director
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۹ - ۹:۵۷
مجالس مشورتی

په دې تړاو اړوند لومړنۍ مشورتي ناسته د ۱۳۹۸ لمریز کال د مرغومي (جدي) میاشتې په ۱۷ نېټه د کابل ښار ځینو روغتونونو د انستیزي ډاکترانو او یو شمېر استادانو په ګډون د کابل طبي علومو په پوهنتون کې او دویمه ناسته یې په سبا یعنې د مرغومي میاشتې په ۱۸ نېټه د کابل ښار ځینو روغتونونو د جراحۍ برخې متخصصینو او د یاد پوهنتون د یو شمېر استادانو په ګډون د یاد پوهنتون په علمي معاونیت کې دایره شوه. دا دواړه ناستې د کابل ابو علي ابن سینا طبي علومو پوهنتون د رئیس په وسیله پرانیستل شوې، چې بیا تر هغه وروسته د ناستو ګډونوالو د موجوده وضعیت د ارزونې او د هغو د حل لارو په اړه علمي بحث او خبرې وکړې.

په دې ناستو کې د اړوندې موضوع په هکله مشخص وړاندیزونه ارایه شول، چې تر نهایی کېدو وروسته باید اړوندو مراجعو ته ولېږل شي.

سربېره پر دې د ناستې ګډونوالو د داسې علمي ناستو دایرولو په اړه د مننې ترڅنګ وغوښتل، چې د کابل طبي علومو پوهنتون د عامې روغتیا وزارت په مرستې په راتلونکي کې د اړوندو برخو استازو په ګډون په ملي کچه یوه لویه ناسته دایره کړي، چې د انستزۍ په برخه کې د هیواد موجوده ستونزې پکې په پراخ ډول مطالعه او مناسبې عملي حللارې ورته پیدا شي.  

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۰:۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له یو تجارتي شرکت سره په همغږۍ دوه پایې CBC HRJ BIO 350 او Hormone Analyzer ماشینونه چې ارزښت یې ۱۰ زره ډالرو ته رسېږي د میوند تدریسي روغتون لابراتوار څانګې لپاره تهیه او وسپارل شول.

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له یو تجارتي شرکت سره په همغږۍ دوه پایې CBC HRJ BIO 350  او  Hormone Analyzer ماشینونه چې ارزښت یې ۱۰ زره ډالرو ته رسېږي د میوند تدریسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۴۹
Background image
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۴۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ټیم د دغه روغتون په تاریخ کې لومړی ځل د مغز شاتنۍ

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ټیم د دغه روغتون په تاریخ کې لومړی ځل د مغز شاتنۍ برخې په خالیګاه (Posterior Fossa Tumor) کې د. . .

BACK TO NEWS