کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» نن د یوې شانداره غونډې کوربه و چې د تخصص پروګرامونو ۷۹ او عامې روغتیا او تغذي ماسټرۍ پروګرامونو ۱۲۰ تنه محصلانو پکې د مسلکي زده کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

IT_Director
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۹:۱۹
پوهنتون علوم طبی کابل امروز شاهد برگزاری یک محفل باشکوه فراغت بود که در آن ۷۹ تن از متخصصان رشته‌های تخصص و ۱۲۰ تن از فارغان برنامه‌های ماستری صحت عامه و تغذی پس از سپری کردن دوره‌های آموزش‌های مسلکی، سند فراغت خود را دریافت کردند.

کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» نن د یوې شانداره غونډې کوربه و چې د تخصص پروګرامونو ۷۹ او عامې روغتیا او تغذي ماسټرۍ پروګرامونو ۱۲۰ تنه محصلانو پکې د مسلکي زده کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل. یاده غونډه د افغانستان اسلامي امارت لوړ پوړیو مسؤلینو، استادانو او ځانګړو مېلمنو په حضور ترسره شوه چې د هېواد علمي ذوق او هيلو فضا یې جوړه کړه.  

د غونډې په پیل کې د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان د مبارکۍ او مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: «د علم حاصلول تر ټولو لوی او ارزښتناک نعمت دی. د ټولو دیني او دنیوي علومو سرچینه د قرانکریم له «اقراء» کلمې څخه پیل شوې ده.» نوموړي زیاته کړه: د ټولنې پر وړاندې ستاسو مسوولیت دروند دی؛ ځکه ستاسو زده کړې د هېواد په دولتي بودیجه ترسره شوې دي. له تاسو دا تمه کېږي چې په ريښتینولۍ او اخلاص سره ټولنې ته خدمت وکړئ.  

وروسته بیا د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپله وینا کې فارغانو ته مبارکي ورکړه او ویې ویل: « هغه ستونزې چې د ناروغیو د درملنې په برخو کې موجودې وې او ناروغان به د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته تلل، تر ډېره پورې حل شوي دي چې دغه بریا ستاسو ډاکټرصاحبانو د هڅو پایله ده.» نوموړي ټينګار وکړ چې له خپل هېواد سره د ژورې مینې او له خپل مسلک سره د صادقانه ژمنتیا احساس ولرئ او د اسلامي اصولو او شریعت مطابق د خلکو خدمت وکړئ؛ ځکه ټولنه تر بل هر وخت ستاسو خدمت ته اړتیا لري.

د غونډې په دوام د اقتصاد وزارت مسلکي معین دوکتور عبدالطیف نظري وویل: «د طبي علم پیاوړتیا او د ناروغانو د مړینې کچې راکمول  کولای شي هېواد پر ځان بسیا کړي. له تاسو متخصصانو تمه کېږي چې د طب نویو او عصري علومو په لاسته راوړلو کې هڅې او څېړنې وکړئ تر څو دغه ارزښتناک میراث راتلونکو نسلونو ته پاتې شي.» 

همدا رنګه د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو معین شیخ ضیاء الرحمن مدني له فارغانو وغوښتل چې د طب په برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي او زیاته یې کړه چې لوړو زده کړو وزارت تل زیار باسي څو د دغه برخې لپاره لازم امکانات برابر کړي او د وړ کسانو د جذب او استخدام زمینه برابره کړي.» 

یاد محفل د فارغانو د علمي لاسته راوړنو د ستاینې سربېره؛ د خلکو خدمت لپاره د تکړه او ژمنو متخصصانو په روزنه او د ټولنې د روغتیا کچې د لوړوالي په برخه کې د کابل طبي علومو پوهنتون د دوامداره هڅو څرګندويي کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۴۶
Background image

...

د افغانستان اسلامي امارت له بيا واکمنېدو وروسته کابل طبي علومو پوهنتون اړوند مالي او حسابي امريت د مالي او ادراي معاونيت تر لارښوونې لاندې څو عايداتي منبعې زياتې کړې چې پايله يې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۴۴
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 2.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د تالارونو د ترميم پروژه چې د پوهنتون درې (ابو علي ابن سينای بخلي، د علمي کنفرانسونو او د علمي او رهبري شوراګانو د جلساتو). . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۱:۵۰
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د بطني جراحي او بطني آنکولوژي ډيپارټمنټ ډاکټرانو د یو ۳۵ کلن ناروغ د کيڼ ادرنال (Left Adrenalectomy) غدې تومور لرې کولو جراحي عملیات په بریالیتوب ترسره کړ.   

د دغه ډيپارټمنټ غړی پوهنیار ډاکټر احمد عمر امیري وایي چې ناروغ له دوه کلونو را هیسې د کيڼ اړخ درد، د زړه ټوپ وهلو، زیات خولې کېدلو او سردرد څخه شکایت درلود. له بشپړ معایناتو او لازمو. . .

BACK TO NEWS