...

IT_Director
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۴:۵۹
...

د کابل طبي علومو پوهنتون په نوښت او زمینې برابرولو سره د دغه پوهنتون د طب پوهنځي څلورم او پنځم ټولګي یو شمېر محصلانو د یو علمي سیر په ترڅ کې د مور او ماشوم لپاره د فرانسویانو (FMIC) له روغتون څخه لیدنه وکړه. د لیدنې په لړ کې محصلانو د روغتون له بېلابېلو برخو لکه: د جراحي، داخلې، ماشومانو، بېړنۍ څانګې او لابراتوارونو سره لا زیاته بلدتیا ترلاسه کړه. همدارنګه هغه پرمختللي طبي تجهیزات او ماشینونه چې د ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي په بشپړ ډول هغوی ته تشرېح او ور وپېژندل شول. 

محصلانو د یاد روغتون مسوولینو له لارښوونو او همکاریو څخه د ستاینې تر څنګ دغه لیدنه د عملي پوهې زیاتوالي او مسلکي چاپېریال سره د بلدتیا لپاره يو اغېزمن فرصت وباله او د کابل طبي علومو پوهنتون له رهبرۍ څخه یې د دغه علمي سیر د زمینې برابرولو له امله مننه وکړه. 

د یادولو وړ ده چې یاد علمي سیر نه یوازې د محصلانو د پوهې کچې لوړوالي کې مرسته وکړه، بلکې د طبابت په برخه کې د زده کړو دوام او ريښتیني خدمت لپاره یې نوې روحیه رامنځته کړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۴۰
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سترګو تدریسي روغتون د معلوماتو پر بنسټ په تېر ۱۴۰۴ کال کې ناروغانو ته د تخصصي روغتیايي خدماتو وړاندې کېدو له امله دغه روغتون د ۵ میلیونه، ۶۶۱ زره او ۹۴۸ افغانۍ عوایدو په راټولولو بریالی شوی دی.

دغه عواید د ډاکټرانو، روغتیايي او اداري کارمندانو د دوامداره هڅو، روغتیايي خدماتو کیفیت ښه والي، ناروغانو د مراجعې زیاتوالي او له شته امکاناتو څخه په اغېزناکه توګه د ګټې اخیستنې له امله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۳۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون له لوري د دغه پوهنتون محصلانو لپاره د وخت مدیریت مهارتونو لوړوالي او په «(EXIT EXAM) آزموینه کې د بریالیتوب په موخه د دغه پوهنتون له لوري روزنیز سیمینار وړاندې شو. 

په دغه سیمینار کې ډاکټر نجیب الله رامش چې د افغانستان طبي شورا د ۱۴۰۴ کال په آزموینه کې یې لومړی مقام ترلاسه کړی دی د آزموینې پر مهال د وخت په مدیریت کې د خپلو تجربو، اغېزناکو تخنیکونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۱
Background image

احساس او همکاري

احساس او همکاري
د علي آباد تدریسي روغتون د کارکوونکو چارو عمومي مدیر مصطفی احمدي له لوري په شخصي لګښت اخیستل شوی د وینې ګازونو د ارزونې یو پایه پرمختللي ماشین له دغه روغتون سره مرسته. . .

BACK TO NEWS