د میوند تدریسي روغتون له لوري د وړاندې شویو معلوماتو پر اساس د ۱۴۰۴ هـ ش کال د غویي میاشتې ټول عواید  له ۱ میلیون او ۲ سوه زره افغانیو څخه زیات شوي دي.

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۹:۴
بر اساس آمار ارائه‌ شده از سوی شفاخانه تدریسی میوند، مجموع عواید این شفاخانه در ماه ثور سال ۱۴۰۴ به بیش از ۱ میلیون و ۲ صد هزار افغانی رسیده است.

 په داسې حال کې چې د وري میاشتې عواید له ۸۰۰ زره افغانیو زیات و چې د تېرې میاشتې په پرتله د غويي میاشتې عواید شاوخوا ۵۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي. راټول شوي عواید د بېلابېلو روغتیايي خدماتو لکه: سراپا (OPD) ناروغانو، جراحي عملیاتونو، تشخیصيه خدماتو او تخصصي معايناتو څخه ترلاسه شوي دي.

د روغتون مسؤولین وايي، دغه زیاتوالی د خدماتو د کیفیت ښه ‌والي، د مراجعینو تنظیم او له شته امکاناتو څخه د اغېزناکې ګټې اخیستنې پایله ده. دوی زیاتوي چې لا هم په روغتون کې د روغتیایې خدماتو د لا پراختیا او کیفیت لوړولوهڅې روانې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۳ - ۹:۳۹
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون رئيس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په خپل کاري دفتر کې د آریانا طبي کمپلکس له رئیس ډاکټر عبدالواحد صدیقي سره لیدنه او خبرې وکړې.

په دغه ناسته کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا، علمي او مسلکي تجربو شریکولو او روغتیایي کادرونو د ظرفیت لوړونې په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه. همدارنګه د روغتیايي خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۳ - ۹:۳۹
Background image

...

په تېرو درېیو کلونو کې  سینې، زړه او رګونو ناروغیو انسټېټیوټ چې د کابل طبي علومو پوهنتون تخصصي روغتونونو له ډلې څخه دی، د ۱۰۳ نادرو او پېچلیو جراحي عملیاتونو په ترسره کولو بریالی شوی دی. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۵:۲۲
Background image

...

په وروستیو درېیو کلونو کې د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند سینې، زړه او رګونو ناروغیو انسټېټیوټ پدې توانېدلی چې ناروغانو ته مهم او پراخ روغتیايي خدمات وړاندې کړي. د موجوده شمېرو پر اساس. . .

BACK TO NEWS