کابل طبي علومو پوهنتون د شیخ زاید پوهنتون له تدریسي روغتون سره د طبي وسایلو په فعالولو کې مرسته وکړه

IT_Director
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۱:۶
کابل طبي علومو پوهنتون د شیخ زاید پوهنتون له تدریسي روغتون سره د طبي وسایلو په فعالولو کې مرسته وکړه

د کابل طبي علومو پوهنتون د طبي انجنیري ډيپارټمنټ ۴ تنه استادانو چې د شیخ زاید پوهنتون اړوند تدریسي روغتون د طبي وسایلو او تجهیزاتو د فعالولو په برخه کې د همکارۍ په موخه خوست ولایت ته سفر کړی و د یاد روغتون ۱۳ پايې طبي وسایل چې له کاره لوېدلي و،  بیا ترمیم او فعال کړل.

په دغه وسایلو کې د DR, X-ray، وینټلاتور، انستیزیا، انفنټ آنکوباتور، انفنټ وارمر،Patient Monitor او نیبولایزر ماشینونه شامل و چې تر فعالېدو وروسته د کابل طبي علومو پوهنتون د طبي انجنیري ډيپارټمنټ استادانو لخوا هغه کارمندانو ته چې یاد وسایل يې کارول لازمه روزنه ورکړل شوه.

همدا رنګه ۱۲ پایې نور طبي ماشینونه چې د استادانو لخوا یې تخنیکي ستونزې په ګوته شوې چې د پرزه جاتو له تهیه کولو وروسته به فعال شي.

د یادونې وړ ده چې یاده همکاري د خوست ولایت د شیخ زاید پوهنتون په غوښتنې او د کابل طبي علومو پوهنتون رهبري د لارښوونې پر اساس تر سره شوې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۳:۴۲
Background image

نن چهار شنبه د روان کال زمري میاشتې پر ۲۹ نېټه د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند دوکتور نجیب الله امرخېل په مشرۍ د شورا غړیو په حضور د دغه پوهنتون د علمي شورا ناسته وشوه.

په دغه ناسته کې د آجنډا اړوند مهمو موضوعاتو لکه د علمي کادر د تقرر، ترفېع او یو لړ نورو اکاډمیکو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې چې د شورا غړیو له لوري د پېشنهادونو او نظرونو له وړاندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د علي آباد تدریسي روغتون د بطني جراحي او آنکولوژي څانګې د Zero Ischemia مهارتونو لاندې د یو ۶۷ کلن ناروغ چې د ګېډې دواړو خواوو له درد څخه یې شکایت درلود؛ د Open Partial Nephrectomy جراحي عملیات بریالی ترسره کړ. 

د علي آباد تدریسي روغتون د بطني جراحي او آنکولوژي ډيپارټمنټ غړی ډاکټر احمد عمر وايي چې له کره او بشپړ معیناتو وروسته د ناروغ د دواړو خواوو پوښتورګو (Bilateral Kidney Tumors) د تومور. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۰:۵۳
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبد الرحمن مرحوم د روغتیايي موسسو چارو مرستیال ډاکټر محمد هاشم ځاځي په ملتیا د علي آباد تدریسي روغتون د اداري فعالیتونو ارزونې او روغتیايي خدماتو د کیفیت کتنې په موخه لیدنه وکړه.

په دغه لیدنه کې د روغتون اړوند بېلابېلو برخو اداري چارو، پاکوالي، خوراکي توکو او پخلنځي نظم او همدارنګه په لابراتوارونو کې د معایناتو ترسره کېدو او اړینو لابراتواري موادو کتنه وشوه،. . .

BACK TO NEWS