د تضمین کیفیت د علمي برنامو چوکاټ درې ورځنی سیمینار پیل شو

IT_Director
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۹:۲۹
د تضمین کیفیت د علمي برنامو چوکاټ درې ورځنی سیمینار پیل شو

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست له لوري د کابل طبي علومو پوهنتون رهبري هیئت، استادانو او کارمندانو ته د اعتبار ورکولو سند د ساتلو په اړه د پوهاوي او معلوماتو تر لاسه کولو په موخه درې ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو.

په پیل کې د کابل طبي علومو پوهنتون سر پرست رئیس دوکتور مفتي اسد الله نجات د لوړو زده کړو وزارت له لوري د دغه سیمینار له جوړېدو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره د تضمین کیفیت معیارونو  مراعات کول د ادارې د پراختیا او ودې لامل وبلل او ټینګار یې وکړ چې موخې ته د رسېدو لپاره د تضمین کیفیت چوکاټ او اصول باید په پام کې ولرو.

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست رئیس استاد شاکر وحیدي د دغه سیمینار موخې معرفي کړې او ویې ویل: د لوړو زده کړو وزارت ژمن دی چې په ټولو تحصیلي بنسټونو کې د تحصیلي کچې د لوړوالي په پار د تضمین کیفیت علمي پروګرامونه او روزنیز سیمینارونه وړاندې کړي.

وروسته بیا پوهنمل محمد امین امین او پوهنمل محمد امین نیازي د تضمین کیفیت د معیارونو چوکاټ او جوړښت خلاصه وړاندې کړه او د سند ساتلو  او اعتبار ورکولو ۱۱ معیارونو څخه  یې د پوهنتون په کچه تر ۶ معیار پورې ګډونوالو ته تشرېح کړل.

ټاکل شوې په دغه سیمینار کې د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو بورډ غړي د تضمین کیفیت معیارونو او سند ساتلو په اړه د پوهنتون، پوهنځیو او ډيپارټمنټونو په کچه معلومات وړاندې کړي.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۰:۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له یو تجارتي شرکت سره په همغږۍ دوه پایې CBC HRJ BIO 350 او Hormone Analyzer ماشینونه چې ارزښت یې ۱۰ زره ډالرو ته رسېږي د میوند تدریسي روغتون لابراتوار څانګې لپاره تهیه او وسپارل شول.

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له یو تجارتي شرکت سره په همغږۍ دوه پایې CBC HRJ BIO 350  او  Hormone Analyzer ماشینونه چې ارزښت یې ۱۰ زره ډالرو ته رسېږي د میوند تدریسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۴۹
Background image
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۴۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ټیم د دغه روغتون په تاریخ کې لومړی ځل د مغز شاتنۍ

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ټیم د دغه روغتون په تاریخ کې لومړی ځل د مغز شاتنۍ برخې په خالیګاه (Posterior Fossa Tumor) کې د. . .

BACK TO NEWS