د تضمین کیفیت د علمي برنامو چوکاټ درې ورځنی سیمینار پیل شو

IT_Director
Wed, Sep 18 2024 9:29 AM
د تضمین کیفیت د علمي برنامو چوکاټ درې ورځنی سیمینار پیل شو

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست له لوري د کابل طبي علومو پوهنتون رهبري هیئت، استادانو او کارمندانو ته د اعتبار ورکولو سند د ساتلو په اړه د پوهاوي او معلوماتو تر لاسه کولو په موخه درې ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو.

په پیل کې د کابل طبي علومو پوهنتون سر پرست رئیس دوکتور مفتي اسد الله نجات د لوړو زده کړو وزارت له لوري د دغه سیمینار له جوړېدو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره د تضمین کیفیت معیارونو  مراعات کول د ادارې د پراختیا او ودې لامل وبلل او ټینګار یې وکړ چې موخې ته د رسېدو لپاره د تضمین کیفیت چوکاټ او اصول باید په پام کې ولرو.

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست رئیس استاد شاکر وحیدي د دغه سیمینار موخې معرفي کړې او ویې ویل: د لوړو زده کړو وزارت ژمن دی چې په ټولو تحصیلي بنسټونو کې د تحصیلي کچې د لوړوالي په پار د تضمین کیفیت علمي پروګرامونه او روزنیز سیمینارونه وړاندې کړي.

وروسته بیا پوهنمل محمد امین امین او پوهنمل محمد امین نیازي د تضمین کیفیت د معیارونو چوکاټ او جوړښت خلاصه وړاندې کړه او د سند ساتلو  او اعتبار ورکولو ۱۱ معیارونو څخه  یې د پوهنتون په کچه تر ۶ معیار پورې ګډونوالو ته تشرېح کړل.

ټاکل شوې په دغه سیمینار کې د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو بورډ غړي د تضمین کیفیت معیارونو او سند ساتلو په اړه د پوهنتون، پوهنځیو او ډيپارټمنټونو په کچه معلومات وړاندې کړي.
 

Latest news

Thu, Sep 12 2024 10:48 AM
Background image

A scientific webinar was held in Kabul University of Medical Sciences to raise awareness of Congo disease

Kabul University of Medical Sciences held a scientific webinar on the 11 September of this year under the title of "Congo disease" with the aim of raising awareness for the prevention. . .

BACK TO NEWS