د کابل طبي علومو پوهنتون فرهنګي شورا خپله نوبتي غونډه ترسره کړه
د دغه شورا غونډه چې د روان کال د لړم پر ۲۸ مه د پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال استاد عطاء الله فیضي په مشرۍ ترسره شوه او د علمي چارو مرستیال سربېره د یادې شورا زیاتره غړیو په کې برخه لرله.
په دغه ناسته کې د مخکنۍ جلسې د پرېکړو تر څېړلو وروسته د مختلفو موضوعاتو تر څنګ د محصلانو فراغت غونډې او د محصلانو د تدریسي او فرهنګي چارو د ښه والي په موخه د نظم کمېټې ټاکلو په اړه تر هر اړخیز بحث وروسته لازمې پرېکړې و شوې.