د کابل طبي علومو پوهنتون فرهنګي شورا خپله نوبتي غونډه ترسره کړه

IT_Director
Mon, Nov 20 2023 12:08 PM
د کابل طبي علومو پوهنتون فرهنګي شورا خپله نوبتي غونډه ترسره کړه

د دغه شورا غونډه چې د روان کال د لړم پر ۲۸ مه د پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال استاد عطاء الله فیضي په مشرۍ ترسره شوه او د علمي چارو مرستیال سربېره د یادې شورا زیاتره غړیو په کې  برخه لرله.

په دغه ناسته کې د مخکنۍ جلسې د پرېکړو تر څېړلو وروسته د مختلفو موضوعاتو تر څنګ د محصلانو فراغت غونډې او د محصلانو د تدریسي او فرهنګي چارو د ښه‏ والي په موخه د نظم کمېټې  ټاکلو په اړه تر هر اړخیز بحث وروسته لازمې پرېکړې و شوې.
 

Latest news

BACK TO NEWS