په کابل طبي علومو پوهنتون کې د مغز، اعصابو او ملاتیر جراحي لومړنۍ سمپوزیم جوړ شو

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۴:۴۴
په کابل طبي علومو پوهنتون کې د مغز، اعصابو او ملاتیر جراحي لومړنۍ سمپوزیم جوړ شو

د کابل طبي علومو پوهنتون او د افغانستان اعصابو جراحانو ټولنې له لوري د مغز، اعصابو او ملا‏ تیر د جراحي لومړنی سمپوزیم د اعصابو جراحي متخصصانو د علمي ودې، ظرفیت لوړونې، د وروستیو علمي لاسته راوړنو د وړاندې کولو او د مغز او اعصابو په علومو کې له نویو لارو چارو سره د بلدتیا په موخه ترسره شو.  

په دغه سمپوزیم کې د کابل طبي علومو پوهنتون رهبري هيئت. داخلي او بهرنیو ډاکټرانو او بېلابېلو ولایتونو د اعصابو جراحي برخې ډاکټرانو په حضوري او آنلاین ډول ګډون کړی و.

د یاد پروګرام په پیل کې د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس دوکتور مفتي اسد الله نجات د یاد سمپوزیم له ټولو مسوولینو څخه د مننې تر څنګ د علمي کادرونو او متخصصانو د پرمختګ او تجربو شریکولو لپاره دغه ډول پروګرامونه مهم او ګټور وبلل.
همدارنګه د پوهنتون رئيس وویل چې د نویو لارو چارو او تکنالوژۍ سره د اعصابو جراحي برخې ډاکټرانو د بلدتیا او پرمختګ لپاره اړتیا ده چې دا ډول پروګرامونه لا ډېر  جوړ شي تر څو هېواد د اعصابو جراحي په برخه کې پر ځان بسیا شي او بهر ته د ناروغانو له تللو مخنیوی وشي. 

په دغه سمپوزیم کې د علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ استاد پوهاند ډاکټر احمد فواد پيرزاد د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ د مخینې په اړه خبرې وکړې، همدا رنګه د یاد ډيپارټمنټ کړنې او لاسته راوړنې یې هم شریکې کړې.

د یادولو وړ ده چې د علي آباد تدریسي روغتون، ولایتونو د روغتونونو د اعصابو جراحي ډاکټرانو او بهرنیو پروفیسورانو د مغز، اعصابو او ملا تیر د جراحي په اړه خپلې وروستۍ څېړنې وړاندې کړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۱:۱۷
Background image

کابل طبي علومو پوهنتون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خپل ممتاز محصلان وستايل.

 کابل طبي علومو پوهنتون لسګونه هغه محصلان چې په بېلابېلو؛ لکه تحصیلي، علمي او سپورتي څانګو کې یې لوړ مقامونه ترلاسه کړي و، د لوړو زده کړو وزارت او کابل طبي علومو  پوهنتون رهبري او یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۱۳:۳۴
Background image

په ستوماتولوژي تدریسي روغتون کې د زامې جراحي بریالی عملیات ترسره شو

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند ستوماتولوژي تدریسي روغتون د زامې جراحي ډيپارټمنت ډاکټرانو د یوه ۲۳ کلن ځوان چې د زامې چپې خوا له  سخت درد څخه شکایت درلود؛ د زامې جراحي عملیات په بریالی. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۹:۲۳
Background image

د نظارت او ارزونې هیئت د صدري او قلبي وعایي ناروغیو له انسټېټیوټ څخه لیدنه وکړه

له روغتونونو څخه د نظارتونو په لړ کې دا ځل د کابل طبي علومو پوهنتون نظارتي هیئت د روغتیایي موسسو چارو مرستیال ډاکټر محمد هاشم ځاځي په رهبرۍ د سینې، زړه او رګونو ناروغیو انسټېټیوټ. . .

BACK TO NEWS