د کابل طبي علومو پوهنتون نظارتي هیئت په علي آباد تدریسي روغتون کې د صحي خدمات وړاندې کولو له بهیر څخه لیدنه وکړه

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۸ - ۱۳:۵۵
هیئت نظارتی پوهنتون علوم طبی کابل از روند عرضه خدمات صحی شفاخانه تدریسی علی آباد دیدن کردند

پرون شنبه د ۱۴۴۴ هـ ق کال د شوال المکرم  پر ۱۶ نېټه د کابل طبي علومو پوهنتون نظارتی هیئت د مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالرحمان مرحوم په مشرۍ د صحي خدماتو وړاندې کولو له بهیر څخه د لیدنې ترڅنګ، د داخلې له ۲۰۰ بیستریز تعمیر سربېره د روغتون اړوند له نورو څانګو څخه لیدنه وکړه.

د علی آباد تدريسي روغتون رئیس ډاکټر عبدالمطلب شینواري د یاد روغتون د امکاناتو او آسانتیاوو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل:  دغه روغتون زیاتو مجهزو طبي وسایلو او متخصصو ډاکټرانو ته اړتیا لري، تر څو هېوادوالو ته زیات روغتایي خدمات وړاندې کړي، هغه زیاته کړه چې اوس مهال دغه روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص مجهز لابراتوار، د پتالوژي څانګه، د انکولوژي داخله څانګه، مجهزه عملیات خونه او فارمسي لري او د داخلې په ۲۰۰ بستریز برخه کې، عمومي داخله، د جدي مراقبت او ایکسرې څانګې فعالې دي  او روغتیایي خدمات وړاندې کوي. 

د علي آباد تدريسي روغتون رئیس او مسلکي پرسونل لخوا په یاد روغتون کې د ځینو ستونزو او نیمګړتیاوو یادونه وشوه چې د نظارتي هیئت له لوري واورېدل شوې او د همکارۍ  ژمنه وشوه . 

د یادولو وړ ده، چې د علي آباد په تدریسي روغتون کې چې  ۹۰ کلنه مخینه لري د اسلامي امارت په راتلو سره د اداري او روغتیایي خدماتو په برخه کې زیات او مثبت بدلونونه راغلي دي .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۹:۴۴
Background image

کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن سينا» په ځانګړو مراسمو کې د ۱۴۰۵

کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن سينا» په ځانګړو مراسمو کې د ۱۴۰۵ کال د طبي شورا د (Exit Exam) ازموینې له بریالیو فارغانو او همدارنګه هغو محصلانو څخه چې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۱۷
Background image

#یودېرشم_پوسټر

په 1403 هـ.ش کال کې د 15.7 ميليونه افغانيو په ارزښت د کابل طبي علومو پوهنتون او اړونده تدريسي روغتونونو د عمومي او اساسي ترميماتو په پروژې  کې د صدري قلبي وعايي ناروغيو انسټيټيوټ  تعمير. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۱:۷
Background image

#دېرشم_پوسټر

په 1403 هـ.ش کال کې د 15.7 ميليونه افغانيو په ارزښت د کابل طبي علومو پوهنتون د عمومي او اساسي ترميماتو او رنګمالۍ په پروژې  کې د ستوماتولوژي تدريسي روغتون  د چمن ترميم او بيار رغونه. . .

BACK TO NEWS