د کابل طبي علومو پوهنتون فوق العاده علمي شورا ناسته ترسره شوه
دوشنبه - 9 کب - 1400
یاده غونډه چې د کابل طبي علومو پوهنتون درییس پوهنیار ډاکټر فضل الرحمن رحماني په مشرۍ ترسره شوه د علمي مرستیال پوهاند نجیب الله امرخېل، مالي او اداري مرستیال انجنیر عظیم الله کامران اخندزاده د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی سید محفوظ بدخش سربیره د علمي شورا زیاتره غړو په کې برخه لرله.
په پیل کې د کابل طبي علومو پوهنتون د فعالیتونو په اړه یو میاشتنی راپور وړاندې شو ، ورپسې د اجنډا له مخې په بېلا بېلو موضوعاتو خبرې وشوې او په اړه یې لازمې سپارښتنې او پرېکړې وشوې .
همداراز د پوهنتون رییس پوهنیار داکتر فضل الرحمن رحماني له ټولو وغوښتل چې خپل مکلفیتونه او مسولیتونه په پام کې ونیسي او خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي.