د کابل طبي علومو پوهنتون فوق العاده علمي شورا ناسته ترسره شوه

IT_Director
Mon, Feb 28 2022 1:10 PM
نشست فوق العاده شورای علمی پوهنتون علوم طبی کابل دایر شد

دوشنبه - 9 کب - 1400

یاده غونډه چې د کابل طبي علومو پوهنتون درییس پوهنیار ډاکټر فضل الرحمن رحماني په مشرۍ ترسره شوه د علمي مرستیال پوهاند نجیب الله امرخېل، مالي او اداري مرستیال انجنیر عظیم الله کامران اخندزاده د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی سید محفوظ بدخش سربیره د علمي شورا زیاتره غړو په کې برخه لرله.

په پیل کې د کابل طبي علومو پوهنتون د فعالیتونو  په اړه یو میاشتنی راپور وړاندې شو ، ورپسې د اجنډا له مخې په بېلا بېلو موضوعاتو خبرې وشوې او په اړه یې لازمې سپارښتنې او پرېکړې وشوې .

همداراز د پوهنتون رییس پوهنیار داکتر فضل الرحمن رحماني له ټولو وغوښتل چې خپل مکلفیتونه او مسولیتونه په پام کې ونیسي او خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي.